ټاکنو کمیسیون د ټاکنو د پایلو د ځنډ خبر رد کړ

عزم(پنجشنبه، ۲۵ تله ۱۳۹۸): ټاکنو کمیسیون هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې چې ګواکې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به پر خپل ټاکلي وخت نه اعلانیږي.

د یاد کمیسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د هغو ګنګوسو په اړه چې ګواکې د ټاکنو پایلې به له خپلې ټاکلې نیټې په ځنډ اعلان شي وایي چې دا یو احتمال دی تر اوسه حتمي پریکړه نه ده شوې.

سادات ویلي چې کمیسیون په خپل ټول توان هڅه کوي چې پایلې پر خپل وخت اعلان کړي.

د یادونې وړ دی چې تیره ورځ د ټاکنو کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي بي بي سي ته ویلي وو چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به له خپل ټاکلي وخت څخه په ځنډ اعلان شي.

د ټاکنو کمیسیون پرون ویلي وو چې مرکزي سرور ته به ټول معلومات انتقال شي او د تلې په ۲۳ د سې شنبې ورځ ۹۳ سلنه معلومات نقل شوي هم دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button