هرات کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۱۱غړو ته مرګ‌ژوبله اړولې

عزم (شنبه، ۲۷تله، ۱۳۹۸ل): د هرات ځايي چارواکي وايي، د هرات په زاول ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، بېګاه شپه د زاول ولسوالۍ په چنګال سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۶غړي وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دی وايي، کله چې موټر پر سړک تېرېده، ماین چاودنه پرې کړې او ۱۱ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د فرهاد په خبره، په دغه چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان، یو سړی او یوه ښځه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي د ټپیانو روغتیايي حالت نازک یاد کړ.

تراوسه د بېګانۍ چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم معلومه شوې، چې یادې کورنۍ شخصي دښمني لرله او که‌نه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button