حکمتیار: ترسره شوې ټاکنې ګټونکی نه لري، باید مؤقت حکومت رامنځته شي

عزم(یک شنبه، ۲۸تله ،۱۳۹۸)د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په یوه خبري ناسته کې تیرې ولسمشریزې ټاکنې له فساد، درغلیو او لاسوهنو ډکې بللې او ویلي یې دي چې دا ټاکنې ګټونکی نه لري.

حکمتیار وویل، ټاکنو کمیسیون کې بهرنیو سفارتونو ډاګیزه مداخله کوله او لا هم دوام ورکوي، ترڅنګ یې د انتخاباتو کمیسیون کې دننه او دباندې کړۍ د ابتدایي پایلو د اعلان مخه نیسي چې باید داکار نه وای شوی.

نوموړي له نوم اخیستو پرته ادعا وکړه چې دې ټاکنو کې یوه انتخاباتي ټکټ له ۱۷۰ تر ۱۸۰ میلیون ډالرو لګولي چې آن په یوه ټاکنیزه غونډه کې یې څلور میلیونه ډالر لګولي وه.
حکمتیار زیاته کړه یو شمیر نوماندان دوه تابعیتونه هم لري او د انتخاباتو کمیسیون هیڅ داسې سند نه لري چې وښیي یاد نوماند دې له دوهم تابعیت څخه تیر شوی وي.
هغه دغه راز وویل، ځینې کاندیدان پر کمیسیون د بې بایومتریکه رایو د منلو لپاره د سترې محکمې وساطت غواړي چې په وینا یې ستره محکمه خپله د دغه ټیم اړوند ده چې غوښتنه یې کوي.
د چارو شنونکي وایي، د حکمتیار لخوا د دو تابعیتونو، ټاکنو کې د زیات لګښت او سترې محکمې د وساطت تورونه مخامخ د دولت جوړونکي ټیم پر مشر اشرف غني وه، چې هم د دو تابعیتونو خاوند دی، هم یې په انتخاباتي کمپاینونو کې تر ټولو نوماندانو زیات لګښتونه کړي او هم د رایو د کمبود له امله د بې بایومتریک شویو رایو شمیر غواړي او په دې برخه کې د سترې محکمې د وساطت، ولسي لاریونونو او لویو غونډو د رابللو تابیا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: