کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیانو نښتې مرګ ژوبله اړولې

عزم (یک شنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۸): تېره شپه کشمیر کې د پاکستان او هند د پوځیانو ډزو دواړو لورو اوولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د الجزیره ټلوېزون د خبر له مخې، دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. هند وايي د شنبې په شپه ناوخته په تنګدار دره کې د پاکستاني ځواکونو په راکټي بریدونو د دوو هندي سرتېرو او یوه ولسي وګړي تر وژل کېدو وروسته د دوی پوځیانو ځوابي برید وکړ.

د پاکستاني ځواکونو ویاند، آصف غفور، بیا ویلي چې هندي پوځ اوربند مات کړی او د دوی یو عسکر او درې ولسي وګړي یې وژلي دي. د ویاند په خبره، د پاکستان په ځوابي برید کې د نهو هندي سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ څو نور ټپیان شول.

دا په کشمیر کې د هند لخوا د ۳۷۰ مادې د لغوه کېدو تر اعلان وروسته، د دواړو لورو په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې تر ټولو جګه شمېره ده. هند د تیرې اګست میاشتې په ۵مه، کشمیر ته ورکړې نیمه خپلواکي بېرته واخیسته او سیمې ته یې زرګونه پوځیان ولېږل. د دې اقداماتو له امله د هند او پاکستان اړیکې نورې هم ترینګلې شوې او وخت ناوخت یې یو پر بل کوچني بریدونه کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button