زیاتېدونکي جنجالونه: آیا د ټاکنو کمېسیون چمتو دی؟

خط اول

خط اول:
ټاکل شوې وه چې د سپټمبر د ۲۸تمې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د اکتوبر په ۱۹مه اعلان شي. خو د ټاکنو کمېسیون د تخنیکي ستونزو له امله او د لا زیات شفافیت په موخه د لومړنیو پایلو اعلان تر نامعلومې مودې ځنډولی دی. د کمېسیون مشرې د پایلو د اعلان مشخصه موده نه ده ښوولې، خو هیله یې ښکاره کړې چې ژر تر ژره به وشي.
د پایلو د اعلان د ځنډ لامل د بایومیټرک دستګاوو د معلوماتو د لېږد پروسې سستوالی بلل کیږي. بایومیټرک دستګاوو که څه هم د سږ کال په ټاکنو کې د زیات فساد مخه نیولې، خو د رایې ورکولو پروسه یې له سختۍ او د پایلو د اعلان پروسه یې له ځنډ سره مخ کړې ده. د ټاکنو په ورځ زیاتره مرکزونه تش وو، خو هغه چې څه ناڅه ګڼه ګوڼه پکې وه، د بایومیټرک دستګاوو چیکینګ پکې خلک له ستونزو سره مخ کړي وو. اوس ویل کیږي چې ګڼ شمېر دستګاوې او لومړني معلومات یې لا هم پر لاره دي او کمېسیون ته نه دي رسېدلي. (د ځینو د غلا کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.)
د شفافیت راوستلو لپاره د ټاکنو کمېسیون د هغو سلګونو زرو رایو باطلولو ته اړ دی چې په خپل وخت او یا د بایومیټرک دستګاوو له لارې نه دي اچول شوې. که څه هم د دې رایو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو واشنګټن پوسټ د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې ښايي نږدې پنځه سوه زره رایې باطلې اعلان کړل شي.
دا ټاکنې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د خلکو د ګډون له امله تر ټولو کمرنګې وې – خو که له معتبرو رایو تخمیناً سلګونه زره حذف شي، د راتلونکي ولسمشر مشروعیت به خامخا تر پوښتنې لاندې راولي. ځینې ټاکنیز ټیمونه هرې خوا ته لاس او پښې وهي څو کمېسیون د غیربایوميټرک رایو شمېرلو ته هم چمتو کړي، خو له خپل دریځه د کمېسیون پښه اړول ممکن نه ښکاري.
د لومړنیو پایلو د ځنډ اعلان داسې مهال کیږي چې په ټاکنو کمېسیون کې د بهرنیو سفیرانو او استازو رش کش اندېښنې راپارولې – که څه هم کمېسیون یې د اندېښنې وړ نه بولي. د کمېسیون مشرې همداراز د کوم مشخص ټیم له یادولو پرته ویلي چې ځینې ناظران یې په کارونو کې غیرقانوني مداخله کوي.
له دې آخوا، مخکښو نوماندانو څرګنده کړې چې د رایې ورکولو او شمېرلو په پروسه کې د نیمګړتیاوو له امله به د ماتې منلو ته چمتو نه شي. ځینې نوماندان برالا د فساد او انتقالي حکومت جوړېدو خبرې کوي. خو د ټاکنو کمېسیون له ساړه چلنده داسې ښکاري لکه یقیني چې وي ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي.
کمېسیون باید پوه وي چې د فساد او درغلۍ چیغې او ورځ په ورځ زیاتېدونکي جنجالونه د لومړي پړاو په پایلو د نوماندانو د نه راضي کېدو خبردای ورکوي او وضعیت نور هم کړکېچن کوي. که باالفرض، څوک د لومړني پړاو د پایلو منلو ته چمتو نشي، آیا کمېسیون د دویم پړاو لپاره چمتو دی او که به یې بیا له یوې میاشتې بلې، او له هغې بل کال ته ځنډوي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: