«کېدای شي ۸سوه زره رایې لغوه اعلان شي»

عزم (دوشنبه، ۲۹تله، ۱۳۹۸ل): پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، کېدای شي ۸سوه زره رایې لغوه شي؛ ځکه د بایو مټرېک او بې‌بایو مټرېک رایو په شمېر کې ډېر توپیر دی او له دې سره به د رایه اچوونکو په شمېر کې هم کموالی راشي.

د ولسمشریزو ټاکنو په لومړۍ ورځ د ټاکنو کمېسیون ویلي وو، یوازې ۱.۲ میلیونه خلکو رایه کارولې ده، خو وروسته یې وویل، چې رایه ورکوونکي تر دوو میلیونو ډېر دي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، د تلې په ۶مه په ۲۳زره مرکزونو کې دوه میلیونه او یو سل پنځه څلوېښت زره رایه کارولې شوې، خو د بایو مټرېک په دستګاوو کې یو میلیون او ۸سوه زره رایې ښيي، چې درې سوه ۶۰زره رایو کې توپیر راغلی دی.

د اشرف غني په مشرۍ«دولت جوړوونکي ډلې» غوښتل چې غیر بایو مټرېک رایې هم حساب شي، خو د بهرنیانو د لاسوهنې له امله اوس یوازې بایو مټرېک رایې د حساب وړ دي او پاتې به لغوه کېږي.

ټاکل شوې وه چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه اعلان شي، خو د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا نورستانۍ د رسنیو پر وړاندې له خلکو بښنه وغوښته چې په ټاکل شوي وخت یې لومړنۍ پایلې اعلان نه کړې.

د حقوقي چارو کارپوهان وايي، تېرې ولسمشریزې ټاکنې د باور وړ نه دي، ځکه په ۱۰ میلیون رایه ورکوونکو کې یوازې ۱.۲ میلیونه خلکو رایه کارولې ده، چې د راتلونکي حکومت پر مشروعیت سره کرښه راکاږي.

که چېرې ۸سوه زره رایې لغوه شي، نو ګټونکي کس به ښايي په څو سوه زرو رایو بریالی اعلان شي، چې ورسره د نوموړي مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button