طالبان: هیڅ قوت مو نه ماتولی شي، نه مو له خپلې ارادې راګرځولی شي

 

عزم(سه شنبه، ۳۰ تله ۱۳۹۸): طالبانو د امریکا د دفاع وزیر او افغانستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې تر هغو به یې مبارزه روانه وي چې امریکایي عسکر په افغانستان کې شتون ولري، هیڅ قوت یې نه ماتولی شي او نه یې له خپلې ارادې راګرځولی شي.

طالبانو ویلي دي دا خاوره یې خپله ده که د چا خوښه وي او کنه د خپلې خوښې نظام د حاکمیت حق پکې لري او حاکموي به یې.

«دا خاوره په افغانانو پورې اړه لري، افغانان د خپلې خاورې د ازادولو او دلته د اسلامي نظام د حاکمیت حق لري، او په دې لاره کې پراته ټول خنډونه به یا په زور یا هم که مقابل جهت غوښتي وي د منطق له لارې له منځه وړي.»

طالبانو د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې په پردیو بمبارونو باید و نه نازیږي او څومره چې له امریکایانو سره یې ملګرتیا اوږدیږي هغومره به یې حساب سختیږي.

اعلامیه کې راغلي «د کابل ادارې چارواکې باید درک کړي، نور هغه وخت نه دی چې دوی غورځې پرځې وکړي، باید له عقل او سوچ څخه کار واخلي، لکه څرنګه چې د انګریزانو او شوروي اتحاد مزدورانو دلته ماتې وخوړه، د ملت او تاریخ په وړاندې سرټيټې شول، همداسې به امریکايي غلامان هم ذلیل کیږي.»

طالبانو د اعلان شویو عملیاتو د بریالیتوب په اړه ویلي چې یواځې تیره میاشت امریکایانو ۹۴۸ بمونه غورزولي او سلګونه چاپې یې وهلي خو دوی بیا هم خورا پرمختګ کړی او د عملیاتو له پیل را وروسته یې ۲۸ ولسوالۍ، له سلو ډیرې قرارګاوې، سلګونه پوستې نیولي او د ۴۱۹ قومندانانو په ګډون یې زرګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې چې له دې سره هم د عملیاتو د ناکامیدو اعلان له خیال او لیونتوب پرته بل څه نشي کیدلی.

دا په داسې حال کې دی چې تیره ورځ کابل کې د امریکا د دفاع وزیر پر طالبانو د بریدونو د زیاتوالي او د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د طالبانو د عملیاتو د ناکامیدو ادعا کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button