د پخواني ولسمشر د دفتر له رئیس “کریم خُرم” سره د عزم ځانګړې مرکه

محترم خرم صاحب ښه راغلاست!

عزم: د لومړۍ پوښتنې په توګه؛ په دې وروستیو کې د سولې د خبرو پرځای د ټاکنو موضوع ګرمه روانه ده، ستاسو په آند ټاکنې د سولې یوه کیلي بللی شو، که ځواب “هو” وي، نو ولې تیرو ټاکنو کې دا پرمختګ ونه شو او که “نه”نو څنګه د سولې پرځای پریوه بې ګټې پروژه وخت او پیسې ضایع کیږي؟

خرم: متأسفانه وخت او امکانات په انتخاباتو ضایع کیږي، په انتخاباتو کې د خلکو ډیر کم ګډون وښودله چې افغانان پر دغې پروسې، د هغې پر شفافیت او ریښتونوالي باور نه لري.
تر ټولو مهمه داچې هغوی پر کاندیدانو باور نه لري او شک لري چې د دوی له آراوو به ساتنه وکړي.
انتخابات نه یواځې داچې سولې ته مرسته نه کوي، بلکې شرایط ورته سختوي.

عزم: میاشت وړاندې ستاسو یو کتاب چې د پخوانیو خاطراتو په هکله مو لیکلی وه چاپ شو، د کتاب د لیکلو انګیزه مو څه وه او اوسنی ارګ له هغه سره چې تاسو یې د مشرتابه د دفتر رئیس وی، څنګه پرتله کوی؟

خرم: د څلویښت کاله په توپان کې زما د سیاسي ژوند خاطرات او د محترم حامد کرزي تر مشرۍ لاندې مهمې پیښې په ځان کې رانغاړي.
ما دا خپله دنده ګڼله چې هغه جریانات چې زه یې شاهد وم په امانت او صداقت له خپلو هیوادوالو سره شریک کړم. ترڅو زمونږ د تاریخ د دغې مرحلې په بیان کې مې خپله ونډه آدا کړې وې..
فکر کوم که سیاسیون مو د کتاب او خاطراتو لیکل خپل دود کړي، ځوان نسل او د وطن تاریخ ته به یو خدمت وګڼل شي، په دې شرط چې آمانتداري په کې وکړي.

عزم: د سولې په هکله مو دریځ څه دی که فرضاًطالبان د یوه بشپړ ځواک سره د کابل پر لور راتلل ستاسو انګیرنه څه ده چې هغوی باید د دولت په کوم برخو کې قرار ولري او ملت یې باید کوم ډول هرکلی وکړي؟

خرم: طالبان د افغانانو په حیث کولی شي د حکومت او دولتي نظام برخه شي، حتیٰ ټول حکومت په لاس کې واخلي، خو هغه څه چې همدوی باید ترې ډډه وکړي او هم یې مونږ اجازه ورنکړو، هغه دادي چې ځینې سیمې د دوی په لاس کې دي او ځینې د حکومت یا کوم بل قوت په لاس کې! ځکه دا د هیواد سالمیت ته زیان رسوي.

عزم: که څه هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال یوڅه رسنیز سانسور وه، خو د ګډحکومت له پیله بیا تر اوسه دا کچه ترپخوا لوړه شوې، تر څنګ یې د ټولنیزو رسنیو د کرایي چلوونکو د ټیم ادعاوې هم شته؛ تاسو دا راپورونه څنګه ارزوی که واقعیت وي نو د حکومت په دې برخه کې مجبوریتونه څه دي؟

خرم: فعلي حکومت د رسنیو پر وړاندې له تطمیع او تهدید نه کار اخلي، په هغه تعداد ژورنالیستان چې په وروستیو څه کم پنځو کلونو کې ووژل شول، په تیرو دیارلسو کلونو کې نه وه، وژل شوي.
د سوشل میډیا نه بازاري او تخریبي کار اخیستنه اوج ته رسیدلې، داسې چې هرزګي او د شخصیتونو توهین په کې په سیستماتیک ډول کارول کیږي.
دا زمونږ له ځوان نسل سره ستره جفا ده او دا ټول د ملت په پیسو ترسره کیږي.

عزم: طالبان لاهم د کابل حکومت سره له مذاکراتو نټه کوي او وایي چې که نوی ولسمشر هم وګمارل شو، دریځ به یې همدا وي، د طالبانو دا دریځ څرنګه ارزوئ او ستاسو څه دی؟

خرم: متأسفانه د فعلي حکومت اشتباهاتو دې ته زمینه برابره کړه چې طالبان داسې یو دریځ غوره کړي، کنه هغوی د مسکو په لومړنۍ غونډه کې هم د سولې شورا له هیئت او هم له افغان سفیر سره مجلس ته کیناستل او خبرې یې وکړې.

وروسته حکومت اعلان وکړ، چې د سفیر د کار موده ختمه شوې وه او د سولې شورا هیئت د حکومت هیئت نه وه.
اوس چې له طالبانو غوښتنه داده چې په افغانستان کې د روانې فاجعې د ختمولو لپاره د افغان سیاسیونو سره خبرې وکړي او د حکومت له غړو سره هم مذاکره وکړي، حکومت هم باید د جنګ او خشونت د شعارونو د تکرارولو پر ځای د جوړجاړي لاره اختیار کړي.
که طالبان د حکومت له مشرانو سره مذاکرات نه کوي، د دوحې د وروستۍ غونډې په څیر دې د حکومت له اعضاؤ سره د نورو سیاسي څیرو تر څنګ د خبرو او مذاکراتو لړۍ پیل کړي.

که دا ونه شي، د هر کال په تیریدو سره مو وطن د ضعف پر لور ځي، مادي او معنوي شتمنۍ او بنسټونه مو له منځه ځي او هیواد مو له ډیر ستر ګواښ سره مخامخ کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ او من جمله زمونږ ګاونډیان د ژوندانه په ټولو برخو کې د پرمختګ او ترقۍ پوړۍ یو په بل پسې طی کوي.

په درنښت: عبدالکریم خرم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button