ټرمپ: بغدادي د نیول کیدو له ویرې ځان وژنه وکړه

 

عزم(یکشنبه، لړم۵ ،۱۳۹۸)امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونده کې رسما د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژنې مسؤلیت ومانه او ویې ویل چې دا تر ټولو مرموز عملیات وه.
ټرمپ وویل، څو اونۍ وړاندې یې د بغدادي د اوسیدنې ځای تثبیت کړی وه او عملیات دومره مرموز وه چې آن ځینو امریکایي چارواکو او د کانګرس غړو هم ورباندې خبر نه درلوده.

نوموړي ادعا وکړه چې امریکایانو د ۸ پوځي چورلکو په توسط د نوموړي پر کور چې یوه تونل کې وه چاپه ووهله، کله چې امریکایي پوځیانو د نوموړي د ژوندي نیولو هڅه وکړه؛ له مقابل لوري څخه له سخت مقاومت سره مخ شول،چې  په وروستیو کې بغدادي له منفجره توکو خپل ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه چې له دریو زامنو سره یوځای ووژل شو.

ټرمپ ویلي، بغدادي خورا بزدله او ویریدونکی انسان وه چې ځان وژنه یې هم له ویرې ترسره کړه، د ده په وینا چې د بغدادي د جسد ځینې برخې پاتې دي چې ښیي، نوموړی وژل شوی دی.
امریکایي ولسمشر وویل،د دې عملیاتو پرمهال یې یو شمیر داعشیان او ۱۱ ماشومان ژوندي نیولي خو په وینا یې چې د یوه سپي له ټپي کیدو پرته د دوی هیڅ عسکر ته زیان نه دی اوښتی.
ټرمپ له ترکیې، سوریې او روسیې ځانګړې مننه وکړه چې دې عملیاتو کې یې ورسره همکاري کړې وه په ځانګړي ډول یې د روسیې په هکله وویل چې هغوی ورته اجازه ورکړه چې چورلکې د دوی ترکنترول لاندې سیمو ته داخلې کړي.

نوموړي وویل، عملیاتي عسکر یواځې امریکایان وه او د بل هیڅ هیواد عسکرو یې ملتیا نه ده کړې.

د یادونې وړ ده چې تر دې څه موده وړاندې هم څو ځله امریکایي او روسي چارواکو د بغدادي د وژل کیدو ادعاوې کړې چې بیرته رد شوې دي.

تر اړسه داعش ډلې د بغدادي د وژل کیدو په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: