هغه سړی مړشو، چې خپل ټول مخالفین یې کافران بلل

سلیم ننګرهاری
ویل کیږي چې په ابوبکر البغدادي مشهور د داعش ډلې مؤسس د سوریې په شمال کې وژل شوی دی. ابوبکر بغدادي به په اسلامي تاریخ کې تر ډیرو یادیږي، ځکه نوموړي ځینې داسې کارونه وکړل چې د اسلام په تاریخ کې نه و پیښ شوي. شاید لوستونکې به د نوموړي د ډلې لخوا د خلکو وژل، په اور د ژوندیو انسانانو سوځول، په مختلفو طریقو د مرګ نمایشونه وړاندې کول، د نړیوال جهاد ملا ماتول، د اسلامي ښارونو نړول او نور ناکردې د هغه بي ساري کارونه ګڼي. اما داسې نه ده. وژل، نړول، قتل عامونه او وحشتونه هغه څه دي چې له ابوبکر بغدادي وړاندې نورو ډیرو هم ترسره کړي دي. مثلا چنګیز، هلاکو، هټلر، سټالین، پول پاټ، جورج بوش وغیره تر ابوبکر بغدادي ډیر قساوتګر او وژونکي ول چې په میلیونونو انسانان یي وژلي دي. ابوبکر بغدادي یو داسې نادره کارنامه وکړه چې نه یې تر ده پخوا بیلګه لیدل شوې او نه به یې هم شاید وروسته ولیدل شي.
د نوموړي استثنایي کار دا و چې له خپل ځان او څو زره پلویانو پرته یې ټول یو نیم میلیاردیز امت ته د کافرانو(مرتدینو) په نظر کتل. د اسلامي نړۍ په اکثرو ګڼ نفوسه هیوادونو لکه اندونیزیا، مالیزیا، پاکستان، بنګله دیش، ترکیه، مصر او ګڼو نورو هیوادونو کې جمهوري نظامونه حاکم دي. د ابوبکر بغدادي له نظره دموکراسي بدون له استثناء او تأویل مطلق کفر ګڼل کیده او ټول هغه کسان چې دغه نظامونه یې په یو شکل د اشکالو منلي، بغدادي ورته په ډموکراتیک کفر کافر شوي ویل.
کوم مسلمانان چې د جمهوري نظامونو په ساحه کې ژوند کوي، هغوی که دا نظام قلبا نه وي منلی نو د مجبوریت له لحاظه ضرور دغو حکومتونو ته مراجعه کوي. مثلا د تابعیت د تثبیت، د سفر او کار د جواز اخیستلو، د دعوو د حل او فصل کولو او نورو ضروري کارونو په خاطر. د سلفي جهادي نظریې ځینو پخوانیو مفکرینو لکه ( ابو مصعب السوري) دغه وړ خلک معذور ګڼلي او کافران یې نه دي بللي. اما د بغدادي پلویان چې هیڅ عذر او ضرورت یې په رسمیت نه پیژاند، دغه مابقی مسلمانان یې هم تکفیر کړل. د بغدادي یو مفتي ( ابو میسرة الشامي) د ابو مصعب السوري په رد کې اوږدې مقالې ولیکلې او خپله ابو مصعب یې د کافرانو د نه تکفیر له امله د کفر تر حده وځغلاوه.
ابو مصعب السوري چې د معتدل فکر خاوند و، د اخوان المسلمین، حماس او نورو جهادي ډلو پلویان یې مسلمانان ګڼل. مګر د داعش مفتي ابو میسرة الشامي د نوموړي په رد کې د ( طمس الرموز) تر نوم لاندې رساله ولیکله او د اسلامي نړۍ ټول هغه مبارز اشخاص یې تکفیر کړل چې تر دې وړاندې مسلمه امت ورته د اسلامپاله رهبرانو په نظر کتل. داعش دغه داعیان او مبارزین بتان وګڼل چې باید ونړول شي.
معلومه خبره ده چې اوس په نړۍ کې کوم صحیح او شرعي اسلامي نظام نشته. یو نیم میلیارد مسلمانان ټول د منحرفو حکومتونو تر واک لاندې ژوند کوي. اما د ضرورت له امله د هر ملک مسلمانان مجبور دي خپل حکومت ته مراجعه وکړي. داعش د مسلمانانو دغه چلند ( تحاکم الی الطاغوت) باله او په دې ډول یې خلک له اسلام وتلي ګڼل.
افغانستان د اسلامي نړۍ جهادي سنګر ګڼل کیږي، د دې وطن خلکو د په تیرو څلورو لسیزو کې یو ځل د شوروي خلاف یو نیم میلیون شهیدان ورکړل او اوس یې د امریکا خلاف اتلس کاله کیږي جهاد جاري ساتلی. افغان اولس په اسلام دومره قرباني ورکړې چې یوازې د شهیدانو شمیر یې د داعش له ټولو پيروانو څو برابره زیات دی، اما د ابوبکر بغدادي پلویانو چې کله په افغانستان کې د داعش څنګه فعالوله نو په لومړنۍ وینا کې یې د افغانستان خلکو ته وویل: یا اهل بلاد خراسان! هلموا من الجاهلیة الی الاسلام . . . یعني اې د خراسان ( افغانستان) خلکو له جاهلیت ( کفر) څخه راووځي او اسلام ( داعش) ته راشئ. له دې څخه په څرګنده معلومیږي چې داعش ته په اسلام قربان شوي افغانان هم مسلمانان نه معلومیدل او د نوي جاهلیت ( کفر) پيروان یي ګڼل، نو ځکه یې اسلام کې د د اخلیدو بلنه ورکوله.
ابوبکر بغدادي او پلویان یې په تکفیر کې دومره زړور او بې باکه وو چې خپل هغه د څنګ مجاهدین ( القاعده یا جبهة النصرة) یې هم مرتد وګڼل چې لس کاله په یوه سنګر کې او تر یوه بیرغ لاندې ورسره اوسیدلي وو. د داعش مفتي ابو میسرة الشامي د عراق د اربکیانو په اړه رساله ولیکل چې نوم یې و (بلغوا نساء الصحوات أنهن طوالق) د اربکیانو ښځې خبرې کړئ چې دوی طلاق شوې دي. په همدې رساله کې یې نه یوازې د عراق اربکیان ( صحوات) کافر وګڼل بلکې د داعش نور مخالفین لکه جبهة النصرة او د القاعدې پلویان لکه شیخ ابو قتاده او ابو محمد المقدسي یې هم ورسره ملګري کړل. د داعش مفتي ولیکل(إذا كان سلفنا يفرقون بين المرء وزوجه عند قوله إن القرآن مخلوق، فهل سيشكون في وجوب الفرقة بين المرء وزوجه، إذا كان المرء يدعو إلى الديمقراطية، كما يفعل سليم إدريس أو يظاهر الوطنيين المرتدين على الخلافة، كما تفعل جبهة الجولاني . . . فيا إماء الله، إن كنتن لا ترضين بردة أزواجكن، فعليكن بهجرهم، فلا أنتن حل لهم، ولا هم يحلون لكن . . . فاتقي الله وراقبيه في سرك وعلانيتك، ولا تنتظري نصائح المخنث المقدسي، ولا الديوث الفلسطيني، فقد انشغلا في خدمة مصالح الطاغوت الأردني، والتحالف الصليبي، وتحالف الصحوات…) ژباړه : کله چې زموږ اسلافو د ښځې او میړه ترمنځ په دې خبره بیلتون راووست چې قرآن مخلوق دی. نو آیا خلک د دې بیلتون په وجوب کې شک لري کله چې یو سړی دموکراسۍ ته دعوت کوي، لکه سلیم ادریس، یا د وطنپاله مرتدینو مرسته کوي لکه د الجولاني جبهه، نو اې د دوی ښځو! که چیرې تاسو د دوی په ارتداد ( کفر) راضي نه یاستئ نو پرې یې ږدئ، ځکه نه تاسو دوی ته روا یاست او نه دوی تاسو ته. له الله نه په پټه او ښکاره وویریږئ، او د مخنث المقدسي او دیوث فلسطیني خبرو ته غوږ مه نیسئ ځکه هغه دواړه د اردني طاغوت، او صلیبي تړون په خدمت کې مشغول دي)
که وکتل شي، په یو نیم میلیارد مسلمانانو کې داعش ته تر ټولو په عقیدوي او منهجي لحاظ نږدې خلک همدغه شیخ ابو قتاده، شیخ المقدسي او د جبهة النصرة مجاهدین ول. ځکه هم یې د دوی په شان سلفي جهادي نظریه درلوده، هم یې په عقیدوي برخه کې د محمد بن عبد الوهاب النجدي تفردات په ټینګه منل او هم یې د نواقض الاسلام په برخه کې په هماغه ځانګړي تعبیر عقیده درلوده. مطلب دا چې دوی په اصولو او مبادئو کې هیڅ اختلاف تر خپل منځ نه درلود یوازې د پالیسۍ او سلیقوي اختلاف یې و. الجولاني غوښتل چې جبهة النصرة دې له عراق څخه مستقله پاته شي خو بغدادي ویل چې نه د ده تر امر لاندې به وي. کله چې بغدادي خپل داسې همفکران یوازې د سلیقوي اختلاف په اساس په ارتداد محکومول، نو څه فکر کوئ چې ایا په دنیا کې به یې کوم بل مسلمان (چې د داعش غړی نه وي) مسلمان پرې ایښی وي. کلا وحاشا . . .
همدا اسلام په خپلو څو زره پلویانو کې منحصرول او په یو نیم میلیارد مسلمانانو د ارتدد ټاپه وهل د بغدادي هغه کارنامه وه چې پخوا یي کله هم بیلګه نه وه لیدل شوې. د بغدادي دا فکر او منهج لکه څنګه چې شرعا مردود او ظالمانه و، د عقل په لحاظ هم بې اساسه و. ځکه ده فکر کاوه چې د نړۍ ټول انسانان باید کټ مټ زما په شان عقیده ولري، همداسې لمونځ وکړي، همداسې فکر وکړي او ټولو مسائلو ته له همدې زاویې کټ مټ نظر وکړي.
هغوی چې د داعش له فکر او منهج څخه متأثر دي، که عقل او درک لري، باید دې مسئلې ته ژور فکر وکړي. آیا دا امکان لري چې یو نیم میلیاردیز اسلامي امت، له لکونو علماء کرامو، مشائخو ، مدرسینو او زرګونو مدارسو او علمي مراجعو سره دې دومره ګمراه او له اسلامه منحرف وي چې په کفر کې دي واقع وي( العیاذ بالله) اما د عراق د سامراء یو اوسیدونکی( ابوبکر بغدادي) چې پخوا یي ږیره وهله او د فوټبال په یوه ښه لوبغاړي مشهور و ، له څو زره داسې پلویانو سره چې هیڅ یو په دیني علم او فقاهت شهرت نلري، دوی دې یوازیني مسلمانان او پر حقه وي ؟؟؟؟ کلا و حاشا . . . و ما علینا الا البلاغ المبین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button