سیاسیون: حکومت د سولې اراده نه لري

عزم (دوشنبه، ۰۶ لړم، ۱۳۹۸ل): ګڼ شمېر سیاسیون پر اوسني ګډ حکومت د دې له امله نیوکه کوي، چې د سولې اراده نه لري، بلکې ورځ تر بلې د جګړې د تودېدو شعارونه ورکوي.

دوی وايي، حکومت د دې پر ځای چې د سولې په مخ کې شته خنډونه له منځه یوسي، لا هم د سولې په مخ کې خنډونه جوړوي او شته فرصتونه ضایع کوي.

د سیاستوالو په خبره، د امریکا، طالبانو او افغان حکومت د سولې لاره جلا ده او د حکومت ځینې غوښتنې اوس‌مهال هېڅ د منلو نه دي؛ ځکه حکومت په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو په پاتې کېدو ټینګار کوي؛ خو طالبان په افغانستان کې بهرني پوځیان نه غواړي.

د جمعیت ګوند غړی صالح محمد ریګستاني وايي، اشرف غني اصلاً نه غواړي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي او په بېلابېلو پلمو د سولې خبرې ځنډوي.

ټاکل شوې وه، چې روانه میاشت په چین کې بین الافغاني ناسته ترسره شي؛ خو حکومت په دغه ناسته کې هم خپل ګډون مشروط کړی و.

د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، د بین الافغاني خبرو لپاره ارګ خپله لاره لري او د افغان سولې په موخه اشرف غني یوه ۷ماده‌ییزه طرحه جوړه کړې ده.

د صدیقي په خبره، دغه طرحه اووه پړاونه لري او په دغو اوو پړاونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د دغو ځواکونو له وتلو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پيل، د ښکېلو لورو ترمنځ اوربند، د افغانستان د ټولو برخو ستونزو ته رسېدل او د راتلوونکي سیاسي جوړښت کې د خلکو پر ونډې بحث شوی دی.

یاده طرحه په درې برخو متمرکزه ده. لومړی برخه له امریکا، طالبانو او پاکستان سره مذاکره ځان کې رانغاړي. په دویمه برخه کې هم د سولې په اړه له سیمه‎ییزو او نړیوالو هېوادونو او سازمانونو سره د بحث په اړه خبرې شوې دي او په درېیمه برخه کې هم د سولې هڅو د عاجل والي په اړه ټينګار شوی دی.

ارګ داسې مهال د سولې د طرحې خبره کوي، چې په افغان سوله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او په کابل کې یې له بېلابېلو سیاسیونو سره لیدلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button