طالبان وایي کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې یې ۲۰ عسکر وژلي ګڼ نور ژوبل دي

عزم(دوشنبه، ۶ لړم ۱۳۹۸): تیره شپه د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې طالبانو د ولسوالۍ په دفاعي پوسته باندې برید کړی دی چې عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو ادعا کړې چې د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند د نهر کهنه په غاړه د پایو په سیمه کې د عسکرو په یو مرکز چاپه وهلې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې یې د پولیسو مرکز په بشپړه توګه نیولی، ۲۰ تنه عسکر یې وژلي او ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړي دي.

بل خوا بیا د تل په څیر چې خپل تلفات یې پټ ساتلي اوس یو ځل بیا د کندز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر ویلي دي چې د طالبانو برید یې په شا تمبولی او هیڅ تلفات نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې همدا تیره شپه طالبانو د چهاردرې ولسوالۍ په دفاعي پوسته هم برید کړی وو چې په وینا یې پوسته یې نیولې او ۲۱ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

همدا راز طالبانو ویلي دي چې تیره شپه یې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې ۴ امریکایی او ۵ د صفر یو قطعې عسکر په چاودنو او بریدونو کې وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button