نیکولاس کي: افغانان بیا ګډ حکومت نه غواړي

عزم (چهار‌شنبه، ۰۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، افغانان دا ځل نه غواړي چې د ټاکنو پایلې د ۲۰۱۴ز کال په شان شي او ځل بیا ګډ حکومت جوړ شي.

دی وايي، د ټاکنو کمېسیون باید د ټاکنو بهیر په روڼوالي او د خلکو د باور ساتلو کې خپله ژمنیتا وښيي او د ټاکنو پایلې سمې اعلان کړي.

د ده په خبره، پخوانۍ تجربې باید تکرار نه شي او نه چې یو څوک له بهره راشي او د افغانستان په ټاکنیزه ستونزه کې مرسته وکړي.

نیکولاس کې ویلي، دا ځل هېڅ افغانان نه غواړي چې د ګډ حکومت تجربه بیا تکرار کړي.

نوموړي د سولې په اړه وویل، د سیمې ټول هېوادونه د سولې په بهیر کې مرسته کولای شي او یوازې بین الافغاني خبرې روانې ستونزې ته د حل لاره موندلی شي.

د ناټو ملکي استازي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په اړه لا هم جنجالونه پای ته رسېدلي نه دي او د ټاکنو کمېسیون هره ورځ په یوه نوې ستونزه کې راګېر کېږي.

تېرې ولسمشریزې ټاکنې د تلې په ۶مه ترسره شي، خو وروستۍ پایلې به یې د لړم په ۲۳مه اعلانېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button