طالبان وایي د زابل ارغنداب ولسوالۍ مرکز کې یې نفوذي ملګري ۱۰ عسکر وژلي

عزم(چهارشنبه، ۸ لړم ۱۳۹۸): طالبانو ادعا کړې چې بیګا شپه یې د زابل ارغنداب ولسوالۍ په مرکز کې څو تنو نفوذي ملګرو په نورو عسکرو بریدونه کړي دي چې عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ارغنداب ولسوالۍ په انتقالي مرکز کې یې نفوذي ملګرو ۱۰ تنه عسکر وژلي دي او ۱۸ میله سپکه او درنه وسله یې له ځان سره راوړې ده.

خبرپاڼه کې همدا راز ادعا شوې چې له یاد برید وروسته بیګاه شپه دهمدي ولایت د نوبهار اوشینکۍ ولسوالیو ترمابین د لوړګي له سیمي د نوبهار ولسوالۍ له انتقالي مرکز ، کمپاین او ۵ پوستو عسکر وتلي او سیمه ټوله د طالبانو تر واک لاندې راغلې ده.

د یادونې وړ دی چې د زابل ولایت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button