اربکیان له نوي شعار او یونیفارم سره/ ابوبلال

arbakian

ليکوال: ابو بلال
کله چې دنړۍ اشغالګر او استعماري قوتونه په دې نتیجه ورسیدل چې په افغانستان کې یې تمامې نظامي سیاسي هلې ځلې له ناکامۍ سره مخ دي، نـو د ملي اردو، ملي پولیس، نظم عامه، سپشل فورس ……اوبلاشی نومونو دکارولو وروسته یې  هم کوم رښتینی پرمختګ ونه لید، نودمجاهدینو اوعامو مسلمانانو دزورونې په موخه یئ دنړۍ بدنام اوبې رحمه ډله اربکیان منظم کړل.

باید ووایو چې اربکیان له هغو افرادو څخه عبارت دي چې په اولس کې چرسي، غل، زاني، لوطي، قاتل راهزن لنډه داچې اربکیزم په هیـواد کې دکمونستي شوروي خپل منځي …آن دټولو یرغلونو دهیریدو لامل وګرځیدو ځکه اربکي وو، چې دکلي ملا عالم امام یئ وواژه او ویئ زوراوه ویئ رټلو.

دننګرهار دخوږیاڼیو سیمه دداسې پیښو شاهده ده، اربکي وو چې داولس حیاء ناموس اوعزت ته یئ په سپکه وکتل زیاتره دهیوادسیمه ایز ترې خبردي همدا اربکی و چې سیمه ییز مجاهدین یې یواځې دچرسو په بدل کې په شهادت ورسول هو همدا اربکی ووچې دسپېڅلي او اسلامي اوملي خوزښت پروړاندې دکفارو لپاره سپر وګرځیدو غزني،پکتیا،ننګرهار یئ ښکاره بیلګې دي.

اربکی و چې دلویو لارو مسافر او درانه هیوادوال یې دلارو په اوږدو کې قتل کړه بې عزته یې کړل او لاچې دډیرو پیغلو او جینکیو ناموس یې ولوټلو دمیدان وردګ دجلریزپیښه یې وروستنۍ او ښکاره بیلګه وړاندې کولی شو چې تمام هیوادوال پرې خبر اودردیدلي دي.

arbaki-620x330

په مسلمانو هیوادوالو په زوره ګیرې خریئل چې دهلمند په ولایت کې وشوه تمام هیوادوال پرې خبر دي زماپه اند دنړۍ په کوم کفري هیواد کې دکومې کفري ادارې یا دولت اوپولیسوله لورې به نه وي شوي

دا او دې ته ورته داسې پیښې او غمیزې مو تر مخ تیرې شوې چې مسلمان او پتمن هیوادوال یې په ویلو او لیکلو شرمیږي خو دوی دیوانسان په توګه نه دمسلمان په توګه یې په کولو نه شرمیږي

دا او دې ته ورته ډیرې ناخوالې او غمیزې زمونږ دسترګو حال دی

پورته عواملو ته په کتلو سره ویلی شو چې اربکیزم دهیواد تور بدنام اوسپک نـوم او توری دی

اربکی له دې اعمالو اوکړنو ترسره کولو وروسته دهیـواد دغیوراوپتمن اولس له خاموشه جنګ یا له سوړ انقلاب سـره مخ شو او دادی چې دهیـواد له ګټ ګټ څخه داولسونو دپاڅون او ملي مقاومت اوازې راپورته کیږي او تر یوې ورځې بلې ته په کتلو سره ویئلی شوچې داربکیزم په نتیجه کې روان جنګ اومقاومت یوه ملي او اولسي بڼه غوره کړه.

خو نړۍ وال کفري او غاصب قوت امریکا چې داربکیانو سره دهیوادوالو حساسیت اوپرخلاف یې ولسي غبرګون ولید؛ نو داځل یئ اربکیزم له نوي شعار او یونیفارم سره تشکیل کړ.

d1fa5cce25d58d6456533024ed443975_XL

داربکیانو دغیرانساني اوغیراسلامي اعمالو په ترسره کولو سره ددوی ناوړه اهداف دلاسه په وتلو شوه

نو دیوې اسلامي ډلې اونوم په کارولو سره یئ دداعش ترنوم لاندې نوي اربکیزم ته هوا ورکړه او په رسنیو کې یې خورا زیات تبلیغ ورته وکړل او نوي اربکیزم دنوي اواسلامي شعارونو او یونیفارم سره دمجاهدینو سره لاس اوګریوان شول او له هاغه ساحو څخه یئ دخپل ناوړه اوغلیظې مبارزې پیل وکړ چې کومې ساحې دمجاهدینو تر مکمل کنټرول لاندې دي.

مونږ خپله دداسې پیښو شاهدیو چې داعشي افرادو ترسره کړې چې داسلام او انسانیت سره په ټکر کې دي او په پوره ډول داربکیزم انځورګري کوي

دنوي ډول اربکیانو راتګ که څه هم دڅو غلو او مرتدینو له خوا بدرګه شو ولې داځل هیوادوال او په ځانګړې توګه  مجاهدین ددوی حرکاتو ته په خورا ژورنظر سره متوجه وو نو هماغه و چې دڅو ورځو په تیریدو سره دیو داسې ډول مقاومت اوعکس العمل سره مخ شول چې دوی یې فکر اوګمان هم نه کاوه

داعشي تیروتونکو په ډیر ویاړسره دمجاهدینو کورونه وسوځول مالونه یئ لوټ کړه مجاهدین یئ شهیدان اویاهم له ساحې څخه په وتلو مجبور کړل او دشرم ځای لادا دی چې دمجاهدینو ښځې یې وینځې وګرځولې او له دوی سره په اصطلاح دبیعت ترنوم لاندې دکفارو لاسپوڅي ګرځیدل یې له مهمو شرائطو وګرځول او دنه کولو په صورت کې مرتد اوکافر او دمرګ حقدار ګرځیدل.5113e11033f69.preview-6201

دحیرانتیاخبره خوداده چې داستاسو مقاومت ولې له فتحه شویو سیمو څخه شروع او دښمن موڅنګه مجاهـداوطالـب اوهاغه څوک چې څوارلس کاله یې دنړۍ کفري قوت اودوخت دفرعون پروړاندې مقاومت وکړوهاغه څوک چې په کورکې څو څو شهیدان لري له کوره یې یو یادوه بندیان له کلو راهیسې دکفارو سره په ګوانتانامو باګرام پل چرخي اودهیواد په نورو بندي خانو کې پراته دي هاغه څوک چې په کورکې دوه یا درې کونډې لري څو څو ماشومان یتیمان لري،هاغه څوک چې دهغه تمام عمر دکفري ښکیلاک پروړاندې په اسلامي اوسپڅلې مبارزه تیرشوی ولې ستا دلـومړي ګذار هـدف وګـرځیدو؟؟

ښه په یقین اوباورسره ویلی شو چې داعش په هیواد کې داربکیانو نوې څهرې دي داسلامي شعائرو په خپلولو سـره غـواړي زمونږ روان اسلامي او ملي مقاومت داغمن کړي اوپه دې سره  له خپلوبادارانو امتیازات اوکریډټ واخلي اودروانـو فتحو پر وړانـدې خنډ اودمجاهدیـنو دځپلو لپاره قرباني شي خو لله الحمد چې هیوادوال اومجاهدین بیدار او زیرک دي څنګه یې چې د اته څلویښتو هیوادونو تـمام امکانات دایماني قوت په زور مات اوله شکست سره مخ کړل نو که خدای کول دا نوې مفکوره به یې هم له شرمندګۍ او رسوایئ سره مخ شي او اربکیان به دنوي یونیفارم اوشعارونو سره ناکامیږي اوماتیږي

ان شاءالله

يادونه:عزم يوه خپلواکه ناپېيلي ويب پاڼه ده د کوم سياسي خوځښت او ډلې ترجماني نه کوي ،په عزم کې خپرېدونکې ليکنې د ليکوالو خپل نظر دی د عزم ويب پاڼې د ادارې توافق ورسره شرط نه دی،هرڅوک کولای شي چې د اړيکې له لارې مونږ ته خپلې ليکنې او نظريات راوليږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: