عبدالله: ښایي د زندانیانو تبادله سولې ته لار هواره کړي

عزم(جمعه، لړم ۱۰ ،۱۳۹۸)اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله وایي، په دې شرط د زندانیانو تبادلې ته خوښ دی چې دا پروسه یوې بشپړې سولې ته لار هواره کړي.
عبدالله ویلي، «کله چې مونږ غواړو سولې ته ورسیږو، هیله مو داده چې یوه ورځ هیڅ زنداني ونه لرو او که په دواړو لوریو کې زندانیان وي، باید په خوشې کولو کې یې هڅې وشي او دا کار مو سولې ته په رسولو کې مرسته کوي»
طلوع نیوز ویلي، طالبانو د دو امریکایي استادانو د خوشې کیدو په بدل کې د رشید عمري او انس حقاني په ګډون د اتیا تنو طالب بندیانو دخوشې کیدو غوښتنه کړې، هغه موضوع چې خلیلزاد یې د تبادلې لپاره کابل ته راغلی دی.
ډاکټرعبدالله ویلي، له خلیلزاد سره یې تیره ورځ ناوخته کتلي او د سولې پروسې پر بیا پیل، دخلیلزاد پر وروستیو سفرونو او یو لړ نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button