داعش ډلې د خپل مشر ابوبکر بغدادي وژنه ومنله او ځای ناستي یې اعلان کړ

عزم(جمعه، ۱۰ لړم ۱۳۹۸): داعش ډلې د خپل مشر ابوبکې بغدادي او د دغې ډلې د عمومي ویاند ابوالحسن المهاجر وژنه تایید او پر ځای یې ځایناستي اعلان کړل.

دغې ډلې د امریکا له لوري د دوی د مشر د وژنې له اعلان دوه ورځې وروسته تایید کړه چې مشر یې په دغو عملیاتو کې وژل شوی دی او پر ځای یې بل مشر ټاکلی.

داعش ډلې د خپل نوي مشر نوم ابو ابراهیم الهاشمي القریشي یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې هغه پخوا هم په مهمو عهدو دنده ترسره کړې ده.
دغې ډلې همدا راز خپل نوی ویاند د ابو حمزه القریشي په نوم یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې امریکا دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د داعش ډلې مشر یې د عملیاتو پر مهال د هغه په استوګنځای کې تر یوې لنډې جګړې وروسته داسې مهال وژلی چې هغه خپله ځان ته انفجار ورکړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button