زابل کې د پوستې عسکرو ډریور د پیسو په سر ویشتی

عزم(جمعه، ۱۰ لړم ۱۳۹۸): د زابل په مرکز کلات کې سل ګونو موټر چلونکو. د کابل – کندهار لویه لار د پوليسو له لوري د یوه موټر چلوونکي د وژل کېدو په غبرګون کې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

سلګونه موټر چلوونکی راټول شوي او له پنځه سوه څخه زیات لوی او واړه موتر یې درولي.
دوی له حکومت عدالت او د یاد ډریور د قاتل محکمه کیده غواړي.

دا په داسې حال کې دی چې بیګا شپه پولیسو یو ډریور وروسته له هغه په ډزو و واژه چې ډریور ۷۰۰۰ روپۍ ورکولې خو پولیسو ترې د پنځلس زرو روپیو غوښتنه کوله.

لاریونوال وایي په هر موټر دیرش زره روپۍ پوستو کې ترې غواړي، ښځې کښته کوي، ټول نشه یان یې درولي او په هیڅ هم صرفه نه کوي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button