خوست ښار کې چاودنې د ملي اردو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

عزم(سه شنبه، ۱۴ لړم ۱۳۹۸): نن سهار مهال د خوست ښار سبزۍ منډوي ته څیرمه سیمه کې د ملي اردو په رنجر موټر چاودنه شوې چې د ملي اردو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وایي په پیښه کې دوه تنه سرتيري وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دی چې ځایي روغتون ته وړل شوي دي.

طالبانو د چاودنې مسؤلیت منلی دی، ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې په دغه چاودنه کې یې د کمانډو ځواکونو ۴ تنه عسکر وژلي او ۳ تنه نور یې مرګوني ټپیان دي.

مجاهد همدا راز ادعا کړې چې تیره شپه یې د خوست ولایت باک ولسوالۍ بازار اړوند سیمه کې د کمین په یوه حمله کې د ټولي د قومندان اکبرجان په شمول ۷ پولیس وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: