هر څوک د خوښۍ پر لور باید دا ګامونه واخلي

لیکنه: شمیم اتل

د افغانستان اوږدې مودې جګړې نا امنیو او پراخې بې وزلۍ د ګڼو خلکو څخه خوښي اخیستې دي. له شونډو یې موسکا لوټلې او په عامو خلکو کې یې د خپګان کچه لوړه کړې.
خو د ستونزو سربیره ځینې داسې لارې چارې شته چې له تاسو سره د خوشاله اوسیدو په چاره کې مرسته کولی شي. ځکه وايي، خوشالي د هر انسان دننه ده او په بهرنیو پېښو پورې کم تړاو لري. دلته د خوشاله اوسیدو لپاره لس کلیدې ټکي یادوو چې کیدای شي مرسته درسره وکړي.
له خلکو سره اړیکې وپالۍ
هغه خلک چې د ټولنې له نورو خلکو سره پراخې او پیاوړي ټولنیزې اړیکې لري، خوشاله، صحتمند او اوږد عمر کوي.
له خپلوانو او دوستانو سره نژدې اړیکې تاسو ته مینه، معنی، ملاتړ، او د خپل ځان د ارزښت احساس درکوي.
هغوی چې ټولنیزه او اجتماعي شبکه یې پراخه وي، خپل ځان په ښو تړاوونو کې ښکیل ګڼي.
نو همدا اوس لاس په کار شئ له خپلوانو دوستانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړئ ځکه دا چاره د خوشاله اوسیدو لپاره حیاتي ده.
 له نورو سره ښیګڼه وکړئ

له نورو سره مرسته نه یوازې دا چې د نورو لپاره او د کارونو د ښه ترسره کیدو لپاره ښه ده، بلکې څیړنو ښودلې چې دا کار زموږ د خوشالۍ او ښې روغتیا په برخه کې هم مهم رول لوبوي.
ښیکڼه او ورکړه مو له نوره سره تړي، پیاوړې ټولنې رامنځ ته کوي، او مرسته کوي چې د هر چا لپاره یوه خوشاله ټولنه جوړه شي.
ريښتیا ! ښیګڼه او مرسته یوازې د پیسو نه ده؛ موږ کولی شو نورو ته خپل وخت، نظریات، مشورې او انرژي ورکړو. نو که غواړئ ښه اوسئ، ښیګڼه وکړئ.

خپل صحت ته پام وکړئ
زموږ تنې او ذهنونه سره تړلي دي. فعال اوسیدل نه یوازې موږ خوشاله ساتي بلکې زموږ د فزیکي روغتیا لپاره هم ګټور دي.
فعال او خوځنده اوسیدل زموږ مزاج( طبعه) جوړوي او مرسته کوي چې په خپګان اخته نه شو.
موږ اړتیا نه لرو چې د فعال اوسیدو لپاره د فوټبال د ټیم غړي و اوسو. یوازې باید هڅه وکړو چې هره ورځ فعال و اوسو او حرکت وکړ.
موږ همدارنګه کله ناکله له ټیکنالوژۍ ( موبایل او کمپویټر څخه ) په لرې کیدو خپلې روغیتا او خوښ اوسیدو سره مرسته کولی شو.
بهر قدم وهل او تر دې هم مهم پوره او ښه خوب کول ستاسو د بدن او عصابو حق دی او دا ترې مه سپموئ.
پرانیستی ذهن وپالئ
کله مو فکر کړی چې ژوند کې نور څه شته؟
ښه خبر دادی چې هو، شته. دا هر څه زموږ مخې ته پراته دي. موږ باید پرانیستی ذهن ولرو څو ورته تم شو او ویې ګورو.
ددې زده کړه چې پرانیستې او هوښیار ذهن ولرو، زموږ د ژوند په ډیر اړخونو مثبت اغیز کوي. نوې شیان راښيي او کومک کوي چې ماضي هېره کړو او د راتلونکې په اړه اندېښنه ونه لرو.

زده کړې ته دوام ورکړئ
زده کړه زموږ پر روغیتا له ډیرو اړخونو څخه مثبت اغیز کوي.
زده کړه موږ له نویو نظرونو سره مخ کوي او مرسته کوي چې کنجکاو او بوخت و اوسو.
زده کړه همدارنګه موږ ته د بریا او لاس ته راوړنې احساس راکوي او مرسته کوي چې پر خپل ځان مو اعتماد زیات شي.
د زده کړو لپاره یوازې رسمي معیارونه (ښونځي ، پوهنتونونه) نه دي، ډيرې نورې لارې شته چې نوې شیان زده کړو.
موږ خپل مهارتونه له دوستانو سره شریکولی شو، مطالعه کولی شو ، نوي ذوقي ، معلوماتي او ساینسي شیان په خپله خوښه له کتابونو زده کولی شو.
نو د خوشاله اوسیدو لپاره له زانګو تر قبره زده کونکي و اوسئ.
د راتلونکې لپاره اهداف ولرئ
د راتلونکې په اړه خوشبینه او هیلمن اوسیدل زموږ د خوښ اوسیدو لپاره ډیر مهم دي.
ددې چارې لپاره موږ اهدافو ته اړتیا لرو چې موږ وهڅوي او انګیزه راکړي.
دا اهداف باید کافي ننګونکي واوسي چې موږ په حرکت راولي خو باید معقول او د ترلاسه کیدو وړ اهداف و اوسي.
که چیرې د ناممکنو اهدافو د ترلاسه کولو هڅه کوو، دا مو ژوند کې غیرې ضروري ستریس پیدا کوي.
د لوړو خو ريښتینو اهدافو غوره کول زموږ ژوند ته لوری ټاکي، او کله چې ورسیږو نو د بریا او رضایت احساس راکوي.
د پېښو په وړاندې غبرګون سم کړئ
موږ ټول د ستریس او خواشینۍ ډکو وختونو سره مخ کیږو، زیانونه، ناکامۍ او صدمې زموږ لمن نه پریږدي او د ژوند برخه ده.
خو موږ د داسې ستونزو په اړه څه ډول غبرګون ښیوو دا زموږ پر روغتیا او خوشاله اوسیدو ډیر ستر اغیز لري.
موږ ډيره کله هغه څه چې پېښیږي نه شو انتخابولی، خو په اصولو کې موږ د ناوړه پېښو په وړاندې خپل عکس العمل( غبرګون) انتخابولی شوو.
په عمل کې دا کار اسانه نه دی، خو د وروستیو څیړنو یوه لویه موندنه پر( بدلون منلو ) ټینګار کوي. داسې چې موږ باید د ستونزو په وړاندې ارتجاعي خاصیت ولرو، ورته کاږه شو، خو مات نه شو، او بیرته لکه کش شوی ربړ خپل ځای ته راشو.
بدلون منونکي اوسیدل اسان نه دي خو د ژوند د نورو مهارتونو غوندې زده کیدای شي او که غواړئ خوشاله ژوند وکړئ نو د پېښو په وړاندې بدلون منونکې اوسئ او که نه شئ کولی نو دا مهارت زده کړئ.
په ښو شیانو تمرکز وکړئ
مثبت احساسات لکه خوښي، قدرداني، قناعت، الهام او ویاړ نه یوازې په هماغه وخت کې ښکلي او ښه دي، بلکې څیړنې ښيي پرلپسې ددې ښو احساساتو تجربه کول زموږ د خوښ او روغ اوسیدو سرچینې رامنځ ته کوي او پیاوړي کوي مو.
نو سره له دې چې موږ اړتیا لرو د ژوند د لوړو ژورو په اړه ریالیستیک ، واقیعت بین ( ريښتیا لیدونکې ) و اوسو، خو که د هر ډول حالت پر ښو او مثبتو اړخونو ډیر تمرکز وکړو، دا زموږ د خوښ او صحتمند اوسیدو سره ډيره مرسته کوي.
نو نیم ډک ګیلاس تر نیم خالي ګیلاس غوره وبولئ.
هغه څه چې یئ ورسره راحت واسئ
هیڅوک پوره نه دی. خو کله ناکله موږ خپله دننه اړخ د نورو خلکو له بهرني اړخ سره مقایسه کوو. ځان ملامتوو چې ولې هغه څه نه یوو چې باید وی. له داسې احساس سره خوشاله اوسیدل ممکن نه دي.
دا زده کول چې خپل ځان ومنو، ځان ته ارزښت ورکړو او کله چې کارونه سم روان نه وي پر خپل ځان مهربانه و اوسو، د خوښ اوسیدو سره مرسته کولی شي.
دا کار همدارنګه زموږ روغیتا ښه ساتي او د بدلون مننې قابلیت مو چې د خوښ اوسیدو لپاره ضرور دی زیاتوي.
دا له دې سره هم مرسته کوي چې نور هم هماسې چې دي، ومنو.
پر خپلو سرونو پرلپسې سخته نیول چې ولې ښه نه یوو، له خپګان څخه د ډګ ژوند خواته ډامنه لاره ده.
دا په دې معنی نه ده چې موږ دې خپلې کمزورې برخې له پامه وغورځوو یا هغه بدې چارې دې هېرې کړو چې پېښ کړې مو دي، بلکې ددې معنی داده چې ومنو هیڅوک بشپړ نه دی او موږ هم په دې ډله کې شامل یوو.
د سترو چارو برخه اوسئ
هغه کسان چې د خپل ژوند لپاره معنی او د ژوند کولو لپاره دلیل لري خوشاله اوسیږي، پر ژوند ډیر واک لري او له هغه څه چې کوي یې ډیر څه تر لاسه کوي.
دوی همدارنګه لږ له ستریس، اضطراب، اندېښنې او ډیپریشن ( ژورخپګان) سره مخ کیږي.
خو چیرې د ژوند لپاره معنی او دلیل پیدا کړو؟
دا ښايي زموږ دیني عقیده و اوسي، یو ښه مور یا پلار اوسیدل وي، داسې یوه دنده ترسره کول وي چې د نورو ژوند کې ښه بدلون راولي.
د ژوند معنی او دلیل د هر چا لپاره ښايي توپیر وکړي خو دا باید موږ له یو داسې څه سره وتړي چې تر موږ ستر او لوی و اوسي.
ـ ـ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button