کډوالو وزارت: د روان کال په لسو میاشتو کې ۲۵زره افغانان کډوال له ترکیې راستانه شوي دي

عزم (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۲۰۱۹ز کال له پیل نه د تېر اکټوبر میاشتې پورې له ترکیې څخه ۲۵زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد رضا باهر وايي، په راستانه شوو کډوالو کې ډېری په خپله خوښه راستانه شوي او شااوخوا ۲زره په زور د ترکیې له خاورې ایستل شوي او افغانستان ته رالېږل شوي دي.

دی وايي، اوس‌مهال په ترکیه کې نږدې ۱۲۰زره افغان کډوال ژوند کوي، چې ډېری یې په ترکیه کې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري.

خو د کډوالو نړیواله اداره«IOM» وايي، د روان کال له پیله تر دې دمه له ترکیې ۲۱زره افغانان راستانه شوي، چې یوازې ۴۴۰تنه د کډوالو نړیوالې ادارې په مرسته ستانه شوي دي.

ترکیه او جرمني هغه هېوادونه دي، چې نږدې هره میاشت سلګونه افغان کډوال په زور له خپلې خاورې وباسي او افغانستان ته یې رالېږي.

له ترکیې ځیني ستانه شوي کډوال وايي، چې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په خوښه په بهرنیو هېوادونو کې افغانان نیول کېږي او د نوموړي په غوښتنه افغانستان ته راستول کېږي.

بې‌کاري، فقر، د کارونو نشتوالی، اداري فساد او ګڼ شمېر هغه لاملونه دي، چې زرګونه افغانان په سختو لارو ځانونه تر ترکیې او اروپا رسوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button