طالبان وایي د زابل اتغر ولسوالۍ کې یې د امنیه قومندان په ګډون ۲۱ عسکر وژلي

عزم(جمعه، ۱۷ لړم ۱۳۹۸): تیره شپه طالبانو د زابل ولایت اتغر ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د پولیسو په یو مرکز برید کړی دی چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

طالبانو د برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې د اتغر ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د پولیسو مهم مرکز چې د کمپاین په نوم وو تیره شپه یې برید پرې کړی او د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندان حیدري په ګډون یې ۲۱ پولیس او عسکر وژلی دي.

بلخوا بیا د زابل د والي ویاند د پیښې پخلی کوي، خو وایی چې په دغه برید کې یواځې یو پولیس وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان دي.
هغه همدا راز ادعا کړې چې د پولیسو په جوابي برید کې ۳ طالبان وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button