سهار وختي پاڅیدونکي په دغو ۱۱ سببونو بریالي وي

ژباړه: نسیمه محمدي

د زیاتو څېړنو د پایلو پر بنسټ، سهار وختي پاڅېدل زیاتو بریالیتوبو ته د لاسرسي عامل ګڼل کېږي. د دې ادعا د ثبوت لپاره چې سهار وختي پاڅېدونکي د نورو په پرتله د ډېرو بریاوو څخه برخمن دي، ۱۱ لاملونه شتون لري.

۱: کېدای شي په طبیعي توګه د هغو خلکو له ډلې اوسئ چې سهار وخته له خوبه ويښېږي د څېړنو پایلو ته په پام ۱۰٪ وګړي په طبیعي ډول سهار وختي له خوبه ویښېږي. که تاسې هم د دې ډلې وګړو څخه یئ، سهار وختي پاڅېدل تاسې سره مرسته کوي تر څو د خپلو فعالیتونو تر سره کول زیات او له ډېرو بریالیتوبونو څخه برخمن شئ.

۲: تاسې به په یو ښه شرکت کې په دنده بوخت شئ د کسب او کار او سوداګرۍ په چارو کې زیاتره بریالي وګړي سهار وختي له خوبه ویښېږي. د بېلګې په ډول اېندرانويي د پېپسي شرکت رییس د سهار( ۴ بجې)، ټیم کوک د اپل شرکت رییس د سهار (۴:۳۰) او ریچارد برانسون د سهار ( ۵: ۴۵) له خوبه ویښېږي.

۳: د یوې ښې سهارنۍ خوړلو لپاره به بشپړ وخت ولرئ

د هاردوارد پوهنتون طبي څانګې د څېړنو پر بنسټ، هغه کسان چئ سهارنۍ نه خوري د زړه د ناروغۍ له ګواښ سره ډېر لاس او ګرېوان وي. که سهار وختي له خوبه ويښ شئ د سهار ناشتا خوړلو ته به کافي وخت ولرئ.

۴: د بشپړې روغتیا درلودل

د آمریکا د ارواح پوهنې د انجمن په مقاله کې ویل شوي سهار وختي پاڅېدونکي وګړي د زیاتې جسمي او روحي روغتیا څخه برخمن دي.

۵: د زیاتو فعالیتونو تر سره کول

سهار وختي ویښېدونکي وګړي هم د نورو په څېر له غرمې وروسته خپله انرژي له لاسه ورکوي، مګر خپل سهار په لوړ کچه د غبرګون په ښودلو پيلوي.

۶: د نورو په پرتله به فعال اوسئ

د هاردوارد پوهنتون د څېړنو پر اساس، هغه وګړي چې سهار وختي له خوبه ويښېږي زیات چټک او فعال وي او په پایله کې ډېر فعالیت لرونکي وي او له همدې امله به د زیاتو بریالیتوبونو درلودونکي وي.

۷: په ډېر وزن به نه اخته کېږئ

د درکسل پوهنتون د څېړنو پایلې وايي، هغه وګړي چې سهار وختي له خوبه ويښېږي، نسبت هغو ته چې د شپې په اوږدو کې ويښ وي، د بدن د تناسب د کم شاخص درلودونکي دي.

۸: د ورځې په اوږدو کې به ډېر وخت ولرئ

که هره ورځ یو ساعت وخته له خوب ويښ شئ، د کال په اوږدو کې به ۱۵ اضافي ورځې په اختیار کې ولرئ، چې کولای شئ له دې وخت څخه د ورزش، مدېتېش او سهارنۍ خوړل، د اخبار لوستل یا بل هر کار تر سره کول، چې خوښ مو وي ځانګړی کړئ.

۹: په فکري تمرکز کې د اختلال د رامنځته کېدو کموالی

څرنګه چې د شپې په نیمایي کې ټېلفوني اړيکې، متني پیغامونه او د وګړو کموالی د انسان په تمرکز کې د اختلال سبب ګرځي، سهار وخته پاڅېدل هم د دې ځانګړتیاوو درلودونکی دی او شخص کولای شي ټول وخت ځان لپاره ځانګړی کړي.

۱۰: تاسې به د ځمکې د طبیعي روند سره توافق ولرئ

زیاتره څاروي خپل بدن په بیولوژيکي ډول د لمر راختلو او د لمر پرېوتلو سره عیاروي. هغه خلک هم چې سهار وختي پاڅېږي د دې رېتم سره هماهنګ کېږي.

۱۱: خوښ او خوشحاله خلک به اوسئ

د ټورنټو پوهنتون د څېړنو د پایلو سره سم، هغه وګړي چې سهار وختي له خوبه ويښېږي د پاتې نورو په پرتله خوښ او خوشحاله وي.

د چا زړه نه غواړي چې خوښ او خوشحاله واوسي؟؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button