غزني: نفوذي عسکر د هاموي ټانګ په ګډون۲۰ میله وسلې تر طالبانو ور وړې

عزم(شنبه، لړم ۱۸ ،۱۳۹۸)طالبان وایي نن غرمه د غزني ولایت مرکز اړوند قلعه جوز سیمه کې د ملی اردو په یوه کنډک کې د دوی یوه نفوذي ملګري پراخ مهمات تر دوی ور وړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه نفوذي عسکر یو هاموې ټانګ،۲۰ میله امریکایي کارمولي ټوپکونه او ډير مهمات تر دوی ور رسولي دي.

د غزني سیمه ایزو چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی
د یادونې وړ ده چې طالبانو د حکومت په امنیتي لیکو کې په پراخه کچه خپل نفوذي کسان ځای پرځای کړي او له موقع څخه په استفادې یې پر کورنیو او بهرنیو کسانو د بریدونو ترڅنګ هغوی ته په لویه کچه مالي زیان هم ور اړولی چې دې چارې د حکومت دننه چارواکو کې پراخه بې اعتمادي رامنځته کړې ده .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button