طالبان– مارک میلي ته: د اشغال تر بشپړې خاتمې پورې به د دښمن ځپلو ته ادامه ورکوو

عزم(دوشنبه، ۲۰ لړم ۱۳۹۸): طالبانو د امریکا د لوی درستیز مارک میلي خبرو ته چې تیره ورځ یې له (ABC) تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو چې څو نورو کلونو لپاره به افغانستان کې پاته شي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د امریکايي چارواکو دغه ډول دریځ په کلکه غندي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلی دي چې «د افغانستان د اشغال په دوام سره به بیا هم امریکا د تیرو اتلسو کالو په شان ناکامه وي او هيڅ به هم تر لاسه نه کړي.
امریکايي اولس پوهیږي چې په افغانستان باندې د امریکا یرغل یو بې ځایه اقدام وو او غځول یې خپله د امریکا په زیان ده، حتی لوړ پوړې چارواکي يې دا جګړه یوه ستره تیروتنه بولي.»

طالبانو د مارک میلي دا ګول څرګندونې د امریکایي ځواکونو وارخطايي او کمزوري بللې ده.

«د متحده ایالاتو د جنرالانو لخوا په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو د پاتې کیدا خبرې په واقعیت کې د امریکا د ضد اونقیض، وارخطا او کمزوري دريځ څرګندونه کوي.»

اعلامیه کې راغلی چې افغانان په خپله خاوره کې د هيڅ بهرني هیواد نظامي شتون په خپله خاوره کې نشي تحمل کولای، او د اشغال تر بشپړې خاتمې پورې به د دښمن ځپلو ته دوام ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button