کابل: د بهرنیانو پر موټرو چاودنه شوې

عزم(سه شنبه، لړم ۲۲ ،۱۳۹۸)راپورونه وایی چې نن سهار نږدې اووه نیمې بجې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د قصبه سیمه کې د بهرنیانو پر موټرو درنه چاودنه ترسره شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چاودنه کې، اوه کسه وژل شوي او ۷  نور ټپیان دي چې په وینا یې ټول ملکي وګړي دي.
خو کابل نیوز په سیمه کې د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې چاودنه د بهرنیانو پر موټرو چې له سیمې د تیریدو په حال کې وه، ترسره شوې؛ خو بهرنیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیره تر دې مهاله نه ده په ډاګه شوې .
تر اوسه د یادې د پیښې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: