هلمند او زابل کې پر ولسي خلکو بریدونو زیانونه اړولي

عزم(پنجشنبه، لړم ۲۳ ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې د هلمند په ګرشک او د زابل په سیوري ولسوالۍ کې په هوایي بریدونو او د توپونو په ډزو کې د ځاني زیان سربیره خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
خبر زیاتوي تیره ورځ مازدیګر مهال د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند د حاحي عبدالعزیز د پمپ په سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې یو لوکسل موټر تخریب او ۲ ملکي کسان په کې ځای پرځای شهیدان شول.
سیمیزې سرچینې وایي موټر کې عام خلک وه او د هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې اړیکې نه درلودې. له همدې ولایت نه په یو بل ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې د مرجې ولسوالۍ اړوند د دښت په سیمه کې هم یو تن کلیوال وګړی په بمبار کې په شهادت رسیدلی او یو بل کس ژوبل شوی دی.
سیمیزو امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پیښو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
آخوا بیا له زابل نه خبرونه وایی چې د دغه ولایت د سیوري ولسوالۍ اړوند بورګۍ، ملایانو او احمدشاخیلو کلیو باندې ګډوځواکونو لومړی بمبار ترسره کړی او وروسته یې د خلکو پر کورونو دهاوانونو بریدونه کړي دي.
ځایي خلک وایي، د بمبار او هاوان ویشتلو پیښو کې یوماشوم یوه زنانه ژوبل شوي او د سیمې د خلکو یو کور هم ویجاړشوی دی.
طالبانو یادې پیښې غندلې خو افغان_ امریکایي چارواکو یې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button