کابل: د پنځه زره ټنه د مېوو ساتلو یوه سړه خونه جوړه شوې

عزم (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په لومړي ځل یوه ستره سوداګریزه سړه خونه جوړه شوې، چې پنځه میلیونه امریکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.
دغه سړه خونه د پنځه زره ټنه د تازه مېوو د ساتلو وړتیا لري، چې چارواکي یې په نړیوال معیار برابره بولي.
د چارواکو په خبره، په دغه سړه خونه کې تازه مېوې تر شپږو میاشتو پورې ساتل کېږي، چې د لارې د بندېدو، طبیعي پېښو او نورو حالاتونو کې په بازارونو کې د نرخونو د لوړوالي مخنیوی هم کوي.
دغه سړه خونه د خصوصي سکتور لهخوا جوړه شوې، چې اوسمهال یې یوه برخه فعاله شوې او پر نورو برخو یې کار روان دی.
په دغه سړه خونه کې انګور تر درېیو میاشتو، انار، مڼې او مالټې تر شپږو میاشتو او رومي بانجان تر دوه میاشتو پورې ساتل کېږي.
د دغې سړې خونې څښتن حبیب رضايي، د دې سړې خونې یوه برخه فعاله شوې، چې اوسمهال پکې ۲زره ټنه مېوه ساتل کېږي.
د تازه مېوو صادروونکي وايي، سړې خونې کولی شي، چې تازه مېوې له خرابوالي وساتي او تر میاشتو ـ میاشتو پورې پکې وساتل شي.
دوی له حکومت غواړي چې ورته سړې خونې د هېواد په ټولو ولایتونو کې جوړې کړي او یا دې خصوصي سکتور ته زمینه برابره کړي، چې پانګهوال په دې برخه کې خپلې پانګې ولګوي.
په کابل کې د تازه مېوو د ساتلو دغه سړه خونه داسې مهال جوړېږي، چې اوس د کندهار انار د بازار او د سړو خونو د نشتوالي له امله وراسته شوي دي.