ویسا: اشرف غني ټاکنې خپله لانجمنې کوي

عزم (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې پر ټاکنو او سوله بحث کړی او لیکلي یې دي، چې حکومت په غم کې هم د خوښۍ اتڼونه کوي؛ ځکه له حکومت سره یوازې د واک غم دی او نور د ولس په کیسه کې نه دی.

«داسې ښکاري چې انتخابات او د سولې بهیر دواړه سمدستي له بنبست سره مخ شوي دي. خو ډېره عجیبه ده چې د اشرف غني حکومت او ټیم پر دې بنبست خوشاله دي.

د انتخاباتو لانجه د هرې ورځې په تېرېدو پېچلې کېږي، یوناما پکې ښکېل شوه، د کندز په پېښه کې چې د یوه ټیم خلک وژل شوي پوځ پکې ښکېل شوی، نوماندان د انتخاباتو له کمیسیون سره ښکر په ښکر دي، دا ټول پر دې ګواه دي چې دغه پروسه به که کومه معجزه پېښه نشي ولس بحران ته ورکش کړي.»

ویسا لیکلي، اشرف غني ډاډه دی، چې ټاکنې یې ګټلي دي؛ ځکه په تړاو یې ډېرې خبرې هم نه کوي او نه په ټاکنو کې د بهرنیانو په لاسوهنه هم غبرګون ښيي.

«حکومتي ټیم د انتخاباتو د کمیسیون پر کړنو ډاډه دی، خو په منځ کې داسې ستونزې شته چې خبره بحران ته بیایي. د درې لکه غیر بایومتریک رایو خبره پکې تر ټولو ستره لانجه ده. په ټوله کې دغه پروسه د بهرنیانو په لاس کې لوېدلې د افغان ولس د رایو د حرمت او ارزښت سوال نه پیدا کېږي.»

د ویسا په باور، د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادله ناکامه شوه؛ خو حکومت پرې خوښي وښوده، ځکه که سوله کېږي، نو بیا اشرف غني او ډلې ته یې دلته اړتیا نه پیداکېږي.

«د سولې بهیر د بیا پیل په تړاو د امریکایي پوهنتون د استاذانو او د طالبانو د درې تنو تبادله یو ښه ګام کېدای شو چې دا هم د امریکا او طالبانو تر منځ د بې باورۍ ښکار شوه. په دې مساله کې هم د حکومت دریځ ډېر عجیب دی. کله چې د امریکا او طالبانو تر منځ د انس حقاني او د هغه د دوو نورو ملګرو او د امریکایي پوهنتون د استاذانو د تبادلې خبرونه خپاره شول له ورایه ښکارېدله چې حکومت د پخوا په څېر په دې جریان کې له پامه غورځېدلی. ولسمشر غني چې په کوم لویدلي غږ د سختو پرېکړو خبره کوله، د هغې معنا اصلاً تحمیل شوې پرېکړې وې، خو چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبره پر هر څه ویجاړه شوه اوس حکومتي ویندویان بیا رجزونه وایي چې دوی انس حقاني او دوه تنه نور طالبان ځکه نه تبادله کوي چې ګواکي طالبانو د تبادلې شرایط پوره نه کړل. حکومت د دې معاملې پر خرابېدو ډېر خوښ دی، ځکه چې د سولې په پروسه کې که پرمختګ راځي داسې پړاوونه پکې حتمي دي چې پر یوه نوي حکومتي ترکیب به توافق کېږي. ځکه خو دغه دواړه پروسې سمدستي له بنبست سره مخ شوې خو حکومت پرې خوشاله دی.»

ویسا له عامو خلکو غوښتي، چې خپل برخلیک په خپله وټاکي؛ ځکه اوسنی حکومت داسې پرېکړه نه کوي، چې په هغه کې د ولس او افغانستان خېر وي.

«یو دا چې هېواد مو په جګړه او بحران کې دی، د دغه بحران هر اړخ اوس د نویو غمیزو په پوله دریدلی دی. د حکومتي یارانو په شمول افغانان باید دومره خودغرضه او بې حسه نشي چې په ویرونو کې په اتڼ ګډ وي. پر ولسونو داسې پړاوونه راځي چې که یې چارواکي، مشران او نخبه ګان د ملي برخلیک په تړاو بې حسه، بې پروا او د خپلو ځاني ګټو په غم کې وو، هغه ولس بیا د تاریخ هدیرې ته لوېدلی دی. پر افغان ولس هماغه وخت راغلی دی، حکومتي یاران د خپل واک او امتیاز په خومار کې ډوب دي، که د ولس نور مشران په دغه تاریخي پړاو کې خپل مسوولیت ادا نه کړي، د دې سرلوړي ولس د ټولو بدمرغیو او غمیزو پړه به د همدوی پر غاړه وي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button