د شپې ناوخته بیده کېدل بدن د کومو ناروغیو ښکار کوي؟

 

زمونږ خوږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم څوارلس سوه کاله پخوا مونږ ته د شپې لخوا د وختي بیده کېدلو امر کړی دی، شپه یې د خوب او ارام ذریعه، او ورځ یې د ویخ پاتې کېدلو او کار کولو ذریعه ښودلې ده.

ددې حکمت هم دادی چې د شپې وختي بیده کېدل او سهار وختي پاڅیدل د ورځې په اوږدو کې بدن چوست او چالاکه ساتي، او هم په کې انسان کار ښه سر ته رسولی شي.

د ساینس په اوسنۍ څيړنه کې ویل شوې دي، چې د شپې ناوخته پورې کیناستل په بدن کې د یو شمېر ناروغیو لامل کیږي، او مرګ ګواښونکی ثابتیږي.

د یوې نوې څیړنې له مخې ویل شوي، هغه کسان چې د شپې ناوخته بیده کیږي او ناوخته راپاڅیږي د هغو په پرتله چې وختي بیده کیږي او سهار وختي راپاڅیږي، زیات ناروغیو او ستونزو سره مخ وي.

په څیړنه کې زیاته شوې ده چې داسې کسانو کې د یوه ناروغۍ په وسیله په منځني عمر کې د وختي پاڅیدونکو په پرتله د مړینې ګواښ لس سلنه لوړ وي.

همدا ډول دې عادت جوړولو سره
د شکر ناروغۍ ګواښ ۳۰ سلنه،
ذهني ناروغۍ ګواښ ۲۵ سلنه،
د معدې ناروغۍ ګواښ ۲۳ سلنه
او د تنفسي سیستم ګواښ ۲۲ سلنه ډېريږي.

ددې څیړنې پر وخت له پنځه سوه زره زیاتو کسانو څخه د خوب په اړه پوښتنې وشوې، او معلومه شوه چې د شپې لخوا ناوخته پورې ویخ پاتې کېدل بدن له یو شمېر بیلا بېلو ډولونو ناروغیو او ستونزو سره مخ کوي.

څیړونکي زیاتوي، ددې ناوړه عادت څخه دا څرګندیږي چې د شپې ناوخته ویده کېدل پر بدن داسې ناوړه اغیز کوي چې د ورځې په اوږدو کې د چاپيریال سره هیڅ سمون نه لري، او له کبله یې بدن د ناروغیو ښکار شي.

څیړونکو د ازموینې پر مهال هڅه کړې چې له خلکو څخه د سهار او ماښام د خوب بهیر او ناروغۍ ګواښ ترمنځ اړیکو پیژندلو کوښښ وکړي.

په دغه څیړنه کې تر شپږ نیمو کالو مودې پورې له پنځه سوه زره کسانو څخه بیاکتنه ترسره شوه، او په پایله کې معلومه شوه چې د شپې ناوخته بیده کېدل د روغتیا لپاره هلاکونکې ثابتیږي.

دغه څیړنه د امریکې په نارت ویسټ څیړنیز پوهنتون کې د یوه څیړنې له مخې ترسره شوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button