د غزني ناوې ولسوالۍ ابتدایه څارنوال ووژل شو

 

عزم(دوشنبه، ۲۷ لړم ۱۳۹۸): د غزني ولایت مطبوعاتی دفتر وایي چې نن مازدیګر څلور بجې شاوخوا د غزني د ناوې ولسوالۍ ابتدایه څارنوال محمد حسن حلیمي د غزني په مرکز کې د نامعلومه وسلوالو په برید کې وژل شوی دی.

د یاد دفتر له لوري په خبره شوې اعلامیه کې راغلي دی چې حلیمي د غزني ښار اړوند ګنج په سیمه کې له وراره سره یو ځای په موټر کې و وژل شو.

بلخوا بیا دغزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایې چې حلیمي چې اصلا دناوي ولسوالۍ ابتدائیه څارنوال وو خو دا مهال له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې خدمتي وو.

نوري هم وایې چې حلیمي له خپل وراره سره یوځای وژل شوی دی او وسله وال له برید وروسته له سیمې روغ تښتیدلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button