ویسا: حکومت په زړونو کېږي؛ نه په سرونو

عزم (سه‌شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په میدان وردګ ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د عامو خلکو د کورونو نړولو باندې بحث کړی دی او دغه ډول کړنې یې د حکومت د زوال شېبې یادې کړي دي.

«طالبان له کندهاره د یوه ښه شعار په بدرګه را پورته شول، په لږ موده کې یې د هېواد یوه زیاته برخه ونیوله او آن کابل یې لاندې کړ. سره له دې چې احمد شاه مسعود په جګړه کې سر اېستلی ؤ، ښه جنګیالي یې درلودل، خو د هغه د واک ساحه مخ پر کمېدو شوه»

ویسا لیکلي، حکومتونه په زور نه کېږي او د نړۍ ډېرو زبرځواکونو خپل زور ازمایلی؛ خو پایله یې هېڅ نه ده ترلاسه کړي.

«هېڅ نظام او حکومت چې د ولس پر خلاف عمل کوي دوام نه شي کولای، دا یې یو ساری ؤ. په تېرو څلور لسیزو کې چې آن د لویو ځواکونو د پوځي ملاتړ لرونکیو حکومتونو زوال ګورو باید پر دې باوري وو چې د ولس د ارادې او خوښې پر خلاف او په ټوله کې چې په زور تکیه او د ولس پر اوږو سپاره وي، ډېر زر د تاریخ کندې ته لوېدلي دي. نن چې د طالبانو را نسکور شوی امارت بیا را مطرح شوی دی د ډیموکراسۍ د نظام دعوه داران دې خپل کړه وړه وګوري، دوی ته به عملاً روښانه شي چې ولس مخ ترې اړولی دی چې له واکه لرې شوي طالبان نن بیا ورته د لوی ګواښ په توګه مطرح دي.»

د ورځپاڼې په باور، حکومت یوازې شعارونه ورکوي؛ خو خبرې یې سرچپه راخېژي. د هېواد په ګڼو سیمو کې امنیتي ځواکونه په زور عام خلک ځوروي، کورونه یې نړوي او په هغو سیمو کې په زور تګ ته مجبوروي، چې د ماینونو خطر پکې ډېر وي.

«حکومت له ډېرو شیانو هسې شعاري ګټه اخلي، عملاً خبره برعکس ده، یو ساری یې د وردګو د سید آباد ولسوالۍ د څو کلیو کورونه ورانول دي چې د دې ولایت د ملي شورا استازیو څو ځله په دې برخه کې د اعتراض غږ اوچت کړی دی. وړمه ورځ پخواني ولسمشر هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې د دې کار د بدو پایلو یادونه کړې ده. د کلیو او کورونو ورانول او په زور خلک له سیمې نه کوچول د اشرف غني د حکومت له کارنامو څخه دي. څوک چې په دې برخه کې اعتراض وکړي د امنیتي ځواکونو د دفاع خبره کېږي. حال دا چې له امنیتي ځواکونو سره مینه او خلوص دا دی چې دوی له ولس سره ښکېل نه شي. نن زموږ امنیتي ځواکونه چې خپلو پوستو ته خرڅ وړي د ماینونو او بریدونو له وېرې کلیوال تر خپلو موټرو مخکې کوي. د ننګرهار د خوږیاڼو او شېرزادو او د وردګو د سید آباد د کلیو په شمول یې په هېواد کې ډېر مثالونه شته چې سیمې له خلکو په زور تشوي. کورونه په باروتو الوزوي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button