طالبانو امریکایی بندیان زابل او امریکا قطر کې طالبانو ته وسپارل

 

عزم(سه شنبه، ۲۸ لړم ۱۳۹۸): یو شمیر سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادله سرته ورسیدله دواړو لوریو یو بل ته بندیان سپارلي دي.
سرچینه وایي چې طالبانو د امریکایي پوهنتون دوه تنه استاذان چې یو یې استرالوي بل یې امریکایي په زابل او امریکا بیا درې تنه طالب زندانیان حافظ انس حقاني، حافظ عبدالرشید او حاجي مالې خان د طالبانو قطر دفتر ته سپارلي دي.
تر اوسه د دغې تبادلې او بندیانو د سپارنې په اړه امریکا او طالبانو په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو پرون ورځ طالب زندانیان قطر ته په یوه ځانګړې الوتکه کې لیږدول شوي وو.

ټاکل شوې وه چې څو ورځې وړاندې دغه تبادله ترسره شوې وه خو هغه مهال امریکا د کابل او لوګر وروستني دوه موټربم بریدونه د یادې تبادلې د ځنډ لامل بلل او طالبانو که څه هم په رسمي توګه څه نه وو ویلی خو ځینو سرچینو د طالبانو له قوله ویل چې امریکا د اوربند او حکومت سره د خبرو کولو شرط وړاندې کړی وو چې طالبان ترې په شا شوي وو او هغه مهال تبادله ظاهرا و ځنډیدله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: