لوګر: د امریکایي “شینوک”چورلکې د نسکوریدو په پیښه کې لسګونه عسکر وژل شوي

عزم(چهار شنبه، ۲۹ لړم ،۱۳۹۸)طالبان وایي، تیره شپه یې د ګډو ځانګړو ځواکونو هغه لویه چورلکه په نښه او له منځه وړې، چې غوښتل یې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو شپنۍ چاپه ووهي.

طالبانو ویلي، پیښه تیره شپه یوه بجه د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ په پنګرام سیمه کې رامنځته شوې چې د دوی د ځوابي برید په مهال له امریکايي او داخلي عسکرو ډکه شینوک هلیکوپتره ويشتل شوې او له اور اخیستو وروسته په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د هغو معلوماتو پر اساس چې دوی د چاپې د رهبرۍ له مرکز څخه ترلاسه کړي، ښیي چې پیښه کې ۵۴ تنه بهرني ځواکونه او د صفریک اړوند داخلي وژل شوي دي.

سیمیزو سرچینو ویلي، د هلیکوپترې له رانسکوریدو وروسته نورې ګڼې امريکايي ډول ډول الوتکې او هلیکوپټرې سیمې ته ورغلې، د هلیکوپترې د غورځيدو ځای يې محاصره کړی اوتر اوسه د خپلو مړو د اجسادو په انتقال بوخت دي.

تر اوسه افغان_امریکایي چارواکو د دې پیښې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

طالب ویاند ویلي، له دې امله چې ګډځواکونه هر وخت د دوی له سخت مقاومت سره مخ کیږي نو زیاتره چاپې په ملکي بې دفاع خلکو وهي، ترڅو يې څوک مقابله ونه کړي او دوی هم د ورکړل شوي ماموریت له مخې خپل وحشت ترسره کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button