زما مرحوم رهبره!!/ مشفق حريت مل

mulla-umar-2
ليکوال: مشفق حريت مل
مونږ د غمونو په دې نړۍ کې هره ورځ دغم او انديښنو پريمانه خبرونه اورو
هره ورځ د اسلامي امت دغمونو او ساندو انګازې پورته کيږي
هره ورځ د اسلامي امت دسپېڅلي کاروان سلګوونه تنه د شهادت لوړ مقام ته پورته کيږي.
د غمونو د تسلسل لړۍ لا پسې اوږديږي
هره ورځ مو قلم د خوښۍ په ځای د انديښنو او غمونو توري کاږي
هره ورځ له يوه نه يوه چا سره د غم دغه کليشه يې کلمه بدرګه کوو چې
((په غم مو شريک يو))
خو……..
له پرون راهيسې مې ډېر ځل دڅه ليکلو جرئت وکړ
خو قلم او ګوتې فکر او دماغ حيران وو چې څه وليکي؟
د اسلامي امت دغه بې ساری غم او زمونږ يتيمتوب څه ډول انځور کړي؟
هيڅ يې ونه شوای کړای
خو بيا هم ددغه درانه غم له ياده د وتلو په اړه هيڅ تصور نه شي کيدای
دا غم يوازې د يو شخصيت غم نه دی
دا غم يوازې د يوې کورنۍ غم نه دی
داغم يوازې د يو قوم او قبيلې غم نه دی
دا غم یوازې د افغانستان د مسلمانانو غم نه دی
دا غم د نړۍ دهر نژاده،هره ژبې او هر هېواد د مسلمان غم دی
ځکه چې لوی ملا صيب د نړۍ د هر مسلمان له پاره فکر درلود
ملاصیب ته د نړۍ د هر مسلمان د دردونو زګيروي احساسول
ملا صیب ته هرمسلمان محترم و
نو ځکه يې د يو عرب (اسامه بن لادن) له سره خپله واکمني قربان کړه
او ځان يې په نړيوال تاريخ کې يو بې ساری غيرتي او ننګيالی شخصيت ثبت کړ
د ارواښاد ملاصیب په غم او ويرنه دخپل کور د يوه مشر او ستر شخص د مړينې په څېر خفه يم
خو په دې ډاډ خپل غم سپکووم چې شکر د لوی ملاصیب له فيض او برکت څخه مونږ ته يو بل باوري او دروند قيادت نصيب شو چې ان شاء الله په ښه توګه به د اسلامي امت د رهبرۍ او قيادت دغه ستر رسالت په ښه توګه پرمخ يوسي.
مونږ د لوی ملاصیب په مسير دتلوونکي بل ستر قايد ملا اخترمحمد منصور (حفظه الله ) سره بيعت کوو او د اسلامي نظام د بريا او په چارو کې ورته د برياليتوب دعا کوو.

زما مرحوم رهبره!!!
له لوی څښتن څخه درته د جنت الفردوس دعا غواړم
الله ج دې د انبياوو،صديقينو او شهداوو په کتار کې راپورته کړه
او الله ج دې زموږ حشر هم له تاسو سره وکړي
الله ج دې د اسلامي نظام له پاره هره ستړيا،تکليف،درد،زحمت او کړاوونه قبول کړه.
روح دې ښاد او پرګور دې رحمتونه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button