د ماليې وزارت: د افغانستان اقتصادي وده له ۲.۷ څخه ۳سلنې ته لوړه شوې

عزم (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د مالیې وزارت وايي، په تېر ۱۳۹۷ل کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۲.۷سلنه وه؛ خو سږکال د افغانستان اقتصادي وده ۳سلنې ته لوړه شوې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان د اقتصادي ودې مهم لاملونه د سیمې له هېوادونو سره هوايي دهلېزونه او د کرنې په برخه کې ښه حاصلات دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، که چېرته اقلیمي شرایط برابر وي او د افغانستان کرنیز سکټور ته کوم زیان ونه رسېږي، کرنه به ښه شي او له اوسنیو رسمي ارقامو څرګندېږي، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې به له ۳۳۷.۶ میلیارده افغانیو ۳۷۲.۲ میلیارده افغانیو ته (۱۰ سلنه زیاتوالی) لوړ شي.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، په دې هېواد کې اقتصادي وده ډېری په کرنیز سکټور او د کرنیزو محصولاتو په صادرولو تکیه کوي. اوس مهال په ټولیزه توګه په کورنیو ناخالصو تولیداتو کې د کرنې برخه ۲۲،۳ سلنه ګڼل شوې ده.

د افغانستان اقتصادي وده په داسي حال کې زیاته شوې، چې د افغانستان د تمویلوونکو له لوري د ټاکنو په ترسره کېدو او سولې بهیر او له دواړو د راپاتي شویو ناخوالو له کبله یې د افغانستان له اقتصادي ودې په ډېر احتیاط وړاندوېینه کوله او د ۲،۷ سلنې چتر یې ورته ټاکلی وو.

همدا شان د افغانستان اقتصادي وده په روان کال کې تر جمیعتي ودې زیاته شوې ده. د افغانستان اقتصادي وده ۲.۱۴ سلنه ده. د افغانستان اقتصادي ودې، چې د جمیعتي ودې په پرتله زیاتوالی کړی دی، سوکالۍ او ځان بسیاینې ته هیلې زیاتوي.

د یادولو وړده، چې د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره اقتصادي وده د ۳.۴ سلنې په شاوخوا کې ټاکل شوې، چې د ۱۳۹۸ کال په پرتله ۰،۵ سلنه ښوول شوې ده.

د مالیې وزارت داسې مهال د اقتصادي ودې خبره کوي، چې اوس‌مهال له نیمايي ډېر افغانان په لوږه ویده کېږي او بې‌کاري اخېري حد ته رسېدلې ده.

له بل لوري کرنیز حاصلات په ډېرو ولایتونو خراب شوي او دولت ورته د بازارونو په موندنه کې پاتې راغلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button