طالبان: د کابل اداره ښایي د مجبوریت له امله داعشیانو ته پناه ورکوي

عزم(چهار شنبه، ۲۹ لړم ،۱۳۹۸)طالبانو یوځل بیا په ننګرهار کې د داعش د ماتې په هکله د حکومتي چارواکو ادعاوو ته غبرګون ښوودلی او د هغوی څرګندونې یې “رډ بډ دروغ” بللې دي.
طالبانو ویلي، «حقیقت دا دی چې د طالب مجاهدینو له لوري د دوه میاشتنیو پراخو او شدیدو عملیاتو په ترڅ کې، د امریکا او ګوډاګي رژیم ګډه پروژه (داعش) له داسي شکست سره مخ شول، چې په دغه سیمه کې یې له یوه مخه نظامي شتون محوه شو.
سمڅي یې مجاهدینو مکملي ورڅخه تخلیه کړي، وسلې، مهمات، بمونه او نور ټول ورکول شوي وسایل ورڅخه پاتي شول، دوی د ډېرو درنو ځاني تلفاتو له زغملو وروسته په نیم ژوانده حالت کې د کابل د ګوډاګي حکومت غیږي ته پناه ور وړه»

د طالبانو سرمقاله کې ویل شوي چې داعش له خپل راتګ وروسته حتیٰ یو ډز هم د افغان عسکرو پر لوري نه دی کړی او بالمقابل هم دومره همکاري وه چې په سلګونو ځله امریکایانو او داخلي عسکرو د دوی د ژغورنې په موخه پر طالب جنګیالیو بمبارۍ او توغندویز بریدونه ترسره کړي دي.
سرمقاله وړاندې وایي « د کابل ګوډاګي چارواکي ښایی مجبور وي چې د خپلو امریکایی بادارانو په امر هر ډول بې شرمانه حرکات ترسره کړي، هر ډول رډ بډ دروغ د هغوی پخاطر ووایی، د داعش د ژغورني چاري په رڼا ورځ ترسره کوي، ټول ولس یې د سر په سترګو ویني چې دوی داعشیان د مجاهدینو له کلابندۍ نه خلاصوي، جلال آباد او مرکز کابل ته یې رسوي، ترڅو یې بیا سره منظم او د هیواد په یو بل ګوټ کې یې چیري ځای پرځای کړي او د مجاهدینو پرضد یې د ملیشه یی ځواک په توګه وکاروي»
طالبانو ویلي چې نور د داعش د راژوندي کولو امکانات له منځه تللي او دا فتنه په ټولییز ډول ختمه شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button