ترکيه: امريکا دې يهودي يرغلګرو ته مشروعيت نه ورکوي

عزم – (چهارشنبه، ۲۹ لړم،۱۳۹۸) وروسته تر هغه چې امريکا د «غزې» په لوېديځه څنډه د يهودي يرغلګرو له لوري نيول شوې سيمې په رسميت وپېژندې، ترکيې يې په وړاندې جدي غبرګون وښود او د امريکا دغه اقدام يې غير مشروع او له نړيوالو حقوقو ښکاره تېری بللی.
د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم قالن رسنيو ته ويلي: د فلسطين په خاوره کې د يهودي يرغلګرو له خوا جوړو شويو استوګنځايونو او غصب شويو سيمو ته د رسميت ورکولو اړوند د امريکا څرګندونې د فلسطين د خلکو پر حقونو ښکاره تېری دی، ترکيه د امريکا دغه دريځ په کلکو ټکو غندي.
ابراهيم قالن چې د ترکيې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې يې د وزيرانو شروا ته په خبري غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: اسرائيل په ښکاره توګه يرغلګر دي، د فلسطين خاوره يې اشغال کړې، د فلسطينيانو کورونه او د هغوی د زيتونو باغونه ورانوي نو دا ښکاره اشغال دی.
نوموړي د خبرو په دوام کې ويلي: د امريکا له خوا د يهودي يرغلګرو ملاتړ او دغه ډول څرګندونې چې د دوی اشغال ته مشروعيت ورکوي، په کلکه غندو. د امريکا دغه ډول څرګندونې پر فلسطيني خلکو او نړيوالو حقوقو ښکاره تېری دی.
ابراهيم قالن وويل: د ناقانونه سيمو لاندې کولو په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان او د امنيت شورا له خوا په لسګونو پرېکړې شتون لري، دا يو ښکاره تېری دی، خو د فلسطين اشغال موږ ته په هيڅ صورت د منلو نه دی، موږ به تل د فلسطين له ملت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو او د امريکا دغه پرېکړه يو ځل بيا هم په کلکو ټکو غندو.
الياس نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: