ملا عمر وکوچيد!/ ليکوال:نوميالی عرب عالم او قاري عبدالله محمد المحيسني

mullah-omar1-552x330

د ملامحمد عمر مجاهد په وفات د افغانستان د مسلمانانو په سربېره دټولې نړۍ مسلمانانو خپل تاثرات او د خواشينۍ پيغامونه او ليکنې ليکلي او خپرې کړي چې د هغوی له جملې څخه يو هم ستر ديني عالم او د قران قاري الشيخ عبدالله محمد المحيسني ليکنه ده چې تاسو درنو لوستونکو ته يې وړاندې کوو.
ملا عمر وکوچيد!/ عبدالله محمد المحيسني

په هره حال کې ستاينې الله تعالی لره دي، له الله ج څخه سوال کوو چې له بې لاريتوب څخه مو وساتي، په هغه چا دې درود او سلام وي چې موږ ته يې دا خبره راښوولې چې دالله تعالی دين محفوظ دی چې دالله تعالی دين محفوظ دی دصادقو رجالو په ارتقاء او پورته کيدلو نه زيانمن کيږي.

ملا عمر وکوچيد داسې کلمه ده چې ما نه ګمان کاوه او نه مې غوښتل چې داوريدو ورځې ته يې ژوندی پاتې شم، خو دالله تعالی عادت په دې جاري دی چې کل من عليها فان..

ملا عمر وکوچيد… هو وکوچيد خو!

چې دمسلمه امت راتلونکو نسلونو ته يې په توحيد باندې دثبات معنی ورښودله، دفداکارئ او استقامت په معنا يې پوه کړل.

ملا عمر وکوچيد! خو له هغه وروسته چې په عملي توګه يې مسلمانانو ته دسورة کافرون او سورة ممتحنه تفسير وکړ.

ملا عمر وکوچيد! خو له هغه وروسته چې کافرانو ورته وويل: چې بودا بوتان پريږده، موږ به مالي درسره وکړو خپل جهاد پرې کوه.

لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې کفارو ويلي وو، يو کال زموږ دبوتانو عبادت وکړه، او دا ژمنه درسره کوو چې يو کال به موږ ستا درب عبادت کوو.

ملا عمر وکوچيد! له هغه وروسته چې دامت په حافظه کې يې دا نقش کړل چې هر مصلحت ولو که هر څومره لوی وي خو دتوحيد دعقيدې دساتنې سره په ټکر کې شي نو هغه تش سراب دی، نو وګورئ هغه له ميليونونو ډالرو تير شو، خو شرک ته يې اجازه ورنکړه.

ملا عمر وکوچيد! وروسته له هغه چې ورباندې دشوروي او ناټو امپراتورۍ راټولې شولې نو دهغه ځواب دا وو، حسبنا الله ونعم الوکيل، نو دهغوی دځواکونو زور وخوت لکه په ابراهيم عليه السلام باندې چې اور بې وسه شوی وو.

ملا عمر وکوچيد! له هغه وروسته چې ديوه مسلمان لپاره يې خپله پاچاهي ځار کړه، داسې کارنامې يې ترشا پريښودلې چې شايد راتلونکي نسلونه ورباندې دخيالي کيسو ګمان وکړي.

هغه په لسان حال سره درسول الله صلی الله عليه وسلم دا حديث ولوست: مسلمان دمسلمان ورور دی نه به يې دښمن ته سپاري او نه به ظلم ورباندې کوي، نو زه هم مسلمان يم خپل مسلمان ورور اسامه کافر ته نه سپارم.

پدې اړه په باريکو مسئلو پسې ونه ګرځيد چې دمصلحتونو په باب کې دځان لپاره لار پيدا کړي.

ملا عمر وکوچيد! نوموړی له هغو لږ کسانو څخه وو چې زما دزړه دا ارمان وو چې ترهغو مړ نشم چې دهغوی په ليدلو مې سترګې نه وي يخې شوې، نو ای الله! ته مو له هغوی سره په جنت الفردوس کې يوځای کړه.

ملا عمر وکوچيد! وروسته له هغه چې خپله مشهوره مقوله يې وويله: (الله تعالی دنصرت وعده راسره کړې او امريکا دماتې، زه به وګورم چې کومه وعده ډيره رښتونې ده) ای امامه! الله تعالی رښتونۍ کړلې، امريکا ماتې وخوړله..

ملاعمر وکوچيد! راتلونکو نسلونو ته يې تر شا ستر ميراث او لويه مدرسه پريښوده، خلکو ته يې عملا وروښودله چې بريا دصف له وحدت او يوموټي کيدو پرته امکان نه لري.

نو ای زما قومه! آيا د شام لپاره کوم ملا عمر نشته؟

ملا عمر وکوچيد! له هغه وروسته چې خلکو ته يې وروښودله چې له شرعي سياست سره چې کله په ازښتونو باندې له ثبات او قربانيو سره مل وي نو سرسخته دښمنان زموږ دشرطونو منلو ته اړباسي.

په ټولو خلکو يې دا حجت قائم کړ چې درښتوني اسلام نظام دحاکميت لپاره (لکه څنګه يې چې الله جل جلاله غواړي) ليار يوازې جهاد في سبيل الله دی، ديموکراسۍ او علمانيت دشريعت دنفاذ لاره نه ده.

کوچيدلو يې غمژن کړو، خو زموږ لپاره دا کفايت کوي چې دالله تعالی دين درجالو په فقدان نه دريږي، زموږ لپاره دا کفايت کوي چې الله جل جلاله په خپل دغه قول تربيه کړي يو. (ومامحمد إلا رسول قد خلت من قبله الرسل أفإن مات….)

ملا عمر وکوچيد! زموږ لپاره دا کفايت کوي چې موږ پوهيږو چې ترشا يې داسې ملګري پرې ايښي چې دهغه يون به تکميلوي او دهغه په مسير به روان وي، موږ دطالبانو لښکر ته وايو: تاسې زموږ دسرونو تاج ياستئ، ډير ځلې مو ارزوګانې کړي چې کاشکې له تاسې سره وای، ثابت قدمه اوسئ، ای دالله ددين رجالو، تاسې دثبات په لوړو درجاتو فائز ياستئ، ای دتوحيد رجالو! په خپل امير ملا اختر منصور (حفظه الله وسددهپسې شاته روان اوسئ، ځکه تاسې په خپل ثبات باندې دعزت په لار کې قدمونه وهئ.

ددغه امام په کوچيدلو باندې خپل ورور ملا اختر منصور ته، دطالبانو ټول لښکر ته، بلکه دجهاد ټولو جبهاتو ته او مسلمه امت ته تعزيت وړاندې کوم، دغه ورځ موږ ته دشيخ اسامه تقبله الله دکوچيدلو ورځ راپه زړه کړه..

ای اميره! دخپلو مشرانو په نقش قدم روان اوسئ، شاته مه راګورئ، دخراسان د بلادو لښکر دالله تعالی درضا لوري ته روان ساتئ، دجهاد په لاره باندې منګولې ښخې کړئ، مه سستي کوئ او مه غمژن کيږئ، دولس چارو ته پاملرنه وکړئ له ځان سره يې په کارونو کې شريک کړئ، ديته ډير حريصان اوسئ چې هغوی هم ستاسې لار خپله کړي، هغوی ته داسلامي عقيدې او احکامو دښوونې خاصه توجه وکړئ، دزمکې ټول طاغوتان سرکوب کړئ، دلارې اوږدوالۍ او سختۍ مو ونه ويروي، الله تعالی له تاسې سره خپله وعده پوره کړه، او هغه څه يې دروښودل چې تاسې خوښول.

ملا عمر وکوچيد! خو ای کاش چې په شام کې هم موږ يو ملا عمر درلودای!!

دجهاد او رباط له زمکې څخه له تاسې سره مينه لرونکی

ستاسې ورورد. عبدالله محمد المحيسني

 

 
11822700_1465527500438302_8331747251611345427_n

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button