طالبانو د سولې انسټیټیوټ تازه راپور ته توند غبرګون ښوودلی

عزم(پنجشنبه، ۳۰ لړم ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې د استرالیا هیواد د سولې او اقتصاد یوه انسټیټیوټ په یوه راپور کې ادعا وکړه چې ګواکې طالبان د تیر ۲۰۱۸ م کال د نړۍ تر ټولو خونړۍ ډله ثبت شوې او د نړۍ په کچه یې خورا زیات کسان وژلي، طالبانو یې پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې«موږ د دغې استخبارتي حلقې دغه ادعا چې د سولې، اقتصاد او انستیتوت له عنوانو څخه په سوء استفاده يې هڅه په کې کړې چې د امریکايي اشغال په وړاندې د افغان میړني ولس مشروع مبارزه او جهاد په تروریزم سره تعبیر کړي او نړیوال ذهنیت تیر باسي په کلکه غندو او ردوو يې»
د اقتصاد او سولې انسټټیوټ په تازه راپور کې راغلي چې تېر کال کې د طالبانو بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي وو او نږدې ۶۱۰۳ تنه یې وژلي چې دا شمیره په ټولې نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شویو کسانو ۳۸ سلنه جوړوي.
طالبانو ویلي «که دغه راز انستیتوتونه په ريښتیا د بشریت او تروریزم غم اخیستي وای، له ټولو څخه لوی نړیوال او دولتي تروریزم د امریکا لخوا جریان لري چې زموږ هیواد يې اشغال کړی، روانه جګړه کې اساسي رول لري او د ټولو ستونزو زیږنده ده، باید د هغوی د جنایاتو محاسبه يې خپره کړې وای»
د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي دي چې له بهرني اشغال څخه د خپل هیواد نجات او آزادي د هر مظلوم او کړیدلي ملت مشروع او نړیوال حق دی او په وینا یې چې «هغه استخباراتي کړۍ چې د افغانانو د دغه مشروع حق په ضد پروپاګند کوي له امریکايي اشغالګرو سره تړلي دي، غواړي په افغانستان کې خپل شکست توجیه کړي»

اعلامیه کې دغه راز د طالبانو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې اوښتو ادعا هم رد شوې او زیاته شوې ده چې
هغوی چیرې هم ملکي خلک نه په نښه کړي اونه يې په وژنه کې قصدي لاس لري.
طالبانو یوځل بیا له خپلې مبارزې څخه دفاع کړې او ټینګار یې کړی چې « د امریکايي اشغالګرو عسکرو، د هغو د غلامانو او جاسوسانو وژل یو مشروع هدف دی»

د یادونې وړ ده چې یاد راپور کې هغو جنایاتو ته هیڅ اشاره نه ده شوې چې د افغان _امریکایي ځواکونو په بریدونو کې ولسي خلکو ته اوړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button