د ملامحمد عمرمجاهد دژوند په اړه د خلکو کيسې او خاطرې(لومړۍ برخه)

  • mullah-omar1-552x330
  • راټولوونکی: مدثر همراز
  • د امير المؤمنین  ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله هغه خاطرات چی د هیواد حقپالو لیکوالونو په فيسبوک کې خپاره کړه،او  دا هغه خاطرات او اوصاف دي چې د امارت اسلامی د فرهنګې کمیسیون په مقاله کی نه دی خپاره شوی،
  • اسامه وزیروال
  • ، موږ له پاکستان څخه یو څو علماء د څه مسئلې په اړه ملا محمدعمر مجاهد ته کندهار ته ورغلو؛ د غرمې وخت و چې د ملاصاحب سره مو مجلس شروع کړ؛ له مجلس وروسته کله چې د غرمې د ډوډۍ وخت راورسید، خپلو ملګرو ته یې امر وکړ چې میلمنو ته ډوډۍ راوړي. کله چې ډوډۍ راوړل شوه؛ ومې کتل چې بینډۍ (لیړوګان) په اوبو او ډیرو کمو غوړیو کې پاخه شوې وه. ملاصاحب راته وفرمایل: تاسو خپله ډوډۍ خورئ؛ ماته یو څوک انتظار دي، هغوی ګورم بیا ډوډۍ خورم. ما فکر وکړ چې ملاصاحب به غوړ ـ زیړ خوراک کوي او موږ یې بینډیو ته کښېنولو. قسم په الله چې لږ وروسته مې وکوت؛ ملا صاحب پخپله هماغو بینډیو ته ناست دی او ښه په شوق یې خوري.

د شیخ القرآن والحدیث دوکتور شیرعلی شاه صاحب له یاداښتونو څخه

  • ، ازبکستان کې مجاهدين محاصره شوي ول. د ډلې مشر شهيد اسامه “رح” ته راغی ورته يې وويل، چې ملګري مې محاصره دي، مصارفو ته اړتيا ده، هغه ورته درې زره ډالر ونيول چې دا مې ټول بيت المال دی، خو دا مصرف يې هله ورکړ، چې کله يې نقشه کې د مجاهدينو د محاصرې ځای وکوت او د راوتو لارې يې وسنجولې، ځان يې يقيني کړ! چا مشوره ورکړه چې اميرالمؤمنين ته ورشه، دا خو لږې دي. وايي زړه نا زړه ورغی چې د عالمي جهاد مدعي دومره وچېړلم، دی به څه وکړي! کله چې موضوع مطرح شوه، نو اميرالمؤمنين بې له چېړلو مالي ته وويل چې پنځوس زره ډالر ورکړه. وايي د لمانځه وخت و، مسجد ته ووتو، اميرالمؤمنين راته وويل، وروسته مې بيا ووينه، زړه مې وښويېد، چې خدايه څه اندېښنه ورولوېده که څنګه، خو چې ورغلم، راته يې وويل : مصرف مې لږ درکړی، يو لک يې نورې راکړې، همغه و، چې مجاهدين سهي سلامت راووتل.
  • د “لطف الله خیرخوا” له کالم څخه
  • ، د افغانستان د تاریخ کتاب به داسې مشران ډېر کم پخپله غېږ کې ولري چې د شاهانه قصرونو پر ځای، د غریبۍ په کیږدۍ کې ژوند غوره وګڼي او د ولس او امت قضایاوې ترې وڅېړي. رحیم الله یوسفزی وایې چې له ډیرو مغرورو شاهانو سره، د دوی په عالیشانه قصرونو کې غږېدلی یم او هیڅ وېره مې نه ده حس کړې، اما کله چې په قندهار کې د ملا محمدعمر مجاهد سره د ده په عاجزانه دربار کې مخ شوم، د ده د رعب او هیبت له لاسه مې د خبرو جرأت له لاسه ورکړ، ترڅو دوی پخپله وپوښتلم.!
  • عمرثالث
  • د یو ملګري د خولې کیسه ده طالبان ایله د کندهار هوایي ډګر ته رسیدلي و، زه هم ولاړم کندهار ته او د طالبانو سره یو ځای شوم. غرمه وه؛ ډوډۍ ته کښېناستو، درې نفره نور راغلل خو دسترخوان ډک و، یو څو نفر سره پاڅېدل چې راغلو ته ځای پریږدي خو؛ د راغلو له ډلې څخه یوه ډېر ټینګار وکړ چې هیڅوک باید له ځایه ونه خوځیږي البته د ملګرو اخلاص، ایثار او اصرار دوو نفرو ته د ناستې ځای وکړ او یو یې پاته شو. پاته شوي نفر وچ انکار وکړ او ویې ویل: زه نه کښېنم، تاسو کښېنئ؛ ماته چل راځي. له دسترخوان څخه یې ډوډۍ را واخیسته، له دیګ څخه یې لږه سبزي په ډوډۍ کېښوده زموږ تر شاه کښېناست، او ښه په خوښۍ یې ډوډۍ خوړل شروع کړل. د یو ملګري څخه مې پوښتنه وکړه چې دا څوک دی چې ملګرو ورته د ناستې زیات ټینګار وکړ ؟! دا د تحریک مشر دی ملا محمدعمر مجاهد.!
  • حماد نیازی.

عالقیدر ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امارت د سقوط په مهال له بي بي سي سره په یوې مرکې کې وویل: زه دې انګریزانو ته وایم تاسو خپل تاریخ وګورئ، ستاسو نیکونه موږ شړلي دي، تاسو بیا په کومو سترګو راغلئ؟! موږ به تر اخري سلګۍ پورې جهاد ته ادامه ورکوو…. مخکې مو په ښارونو کې جهاد کاوه اوس به غرونو ته وخیژو او له غرونو به جهاد کوو. دا افغانستان په تاریخ کې د هیواد له مشرانو نه په داسي سختو شرایطو کې د دا ډول باعزمه خبرو بېلګې دېري کمې دي او یا بیخې نشته.

، د يو غزني وال ويل هغه وخت یو چا امیر المونین ته ویلي و چې ولي فوځ نه جوړوې؟ وای: امیر المؤمنین په ځواب کې ورته وویل چې: دا مدرسې هم مدرسې دي او هم حربي پوهنځي دا طالبان زموږ د هیواد فوځ دی. رښتیا هم چې طالبان زموږ د هیواد رښتیني فوځیان ثابت شول. ،

حمدالله حلمیار

ﺩﺍ ﻭﻳډﻳﻮ ﺑﻪ ﻣﻮ ﻧﻪ ﻭﻱ ﻟﻴﺪﻟﯥ؟ ﻣﻼﻣﺤﻤﺪﻋﻤﺮﻣﺠﺎﻫﺪﺣﻔﻈﻪ_ﷲ ﭼﻲ ﮐﻠﻪ ﺧﺮﻗﻪ ﻣﺒﺎﺭﮐﻪ ﺭﺍ ﺍﻳﺴﺘﻠﻲ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺧﻠګﻭ ﺗﻪ ﻭﺍﻳﻲ ﭼﻲ: ﮐﻪ ﻣﻮ ﮐﻮﻣﻪ ﻏﻠﻄﻲ ﺭﺍ ﭘﮑښﻱ ﻭﻟﻴﺪﻟﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﺑﻪ ﻭﺍﻳﺎﺳﺖ ﺯﻩ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ګړﯼ ﺍﺳﺘﻌﻔﺎ ﻭﺭﮐﻮﻡ ﺍﻭ… ﻧﻮﺭ ﻧﻮ ﻭﻳډﻳﻮ ﻭګﻭﺭﺉ ، ﻣﻮږ ﻟﻪ ﻫﻴﭽﺎ ﺳﺮﻩ ﻫﻴڅ ډﻭﻝ ﺫﺍﺗﻲ (ﺷﺨﺼﻲ) ﺩښﻣﻨﻲ ﻧﻠﺮﻭ، ﺯﻣﻮږ ﺩﻭﺳﺘﻲ ﺍﻭ ﺩښﻣﻨﻲ ﻳﻮﺍﺯﻱ د اﷲ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ د ﺭﺿﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﻩ. امیرالمؤمنین ،

احمدګل ريان

بيا هم د ملاصاحب حفظه الله د ټينګ ايمان او هوډ په اړه. د کراچۍ د جامعه احسن العلوم مدرسې مهتمم، تکړه مقرر او شيخ الحديث والتفسير حضرت مولانا زرولي خان صاحب کيسه کا چې کله د يولسم سپتمر واقعه پېښه شوه او امريکايي خرسانو د عقاب په ځاله (افغانستان) د بلوسېدو په نيت لکۍ ببره کړه؛ نو موږ څو تنه علماء کرام د نورو په نمائنده ګي د ملامحمدعمر مجاهد حفظه الله حضور ته د امارت د بقا لپاره له يو شمېر مشورو سره حاضر شوو. د مجلس د وخت په راکولو ډير خوشحاله شولو خو چې له ستړې مشې او جوړ تازه وروسته مو په خبرو ورسره پيل وکړ يو ډول عجيب احساس مو وکړ. لومړۍ مشوره مو دا ورکړه چې که تاسي اسامه بن لادن ( رحمه الله ) ورته وسپارۍ ښه به ځکه وي چې امارت به په خپل ځای پاتي شي، دا کار نبي عليه السلام هم کړی او صحابه کرام يې کفارو ته سپارلي دي. وايي چې ملا صاحب حفظه الله لږ غلی شو، بيا یې په ملاصاحبانو نظر تير کړ او په ورو يې وويل چې : نبي عليه السلام دا کار له صلحې وروسته کړی، تاسي ما ته په شريعت کې داسي دليل راپيدا کړئ چې کافرانو ته د يو مسلمان په لاس ورکول جائز دي نو زه به دا کار وکړم. مفتي صاحب وايي چې علماء کرام نه يوازي چپ شول بلکه دې ټينګ ايمان او لوړ علميت ته يې حيران پاتې شول او ډيرو خو له سترګو اوښکي وبهولې، دی وايي چې نوري مشورې مو په ستونو کې وچي شوې، د خدای پاماني په اخيستلو سره مو ترې د تلو اجازه وغوښته او خپلو هستوګنځايونو ته له درنې پښيمانتيا سره ستانه شوو. دا کيسه د وفد ډيرو شريکو علماء کرامو کړې چې ما د ځينو له خولې د ويډيو له لارې هم اورېدلې ده.

عمرخوګیاڼی

امیرالمؤمنین دري ځله په اسلام دغیرت کولو په وجه زخمې شوي چې خپله ښۍ سترګه یي هم پکې دلاسه ورکړيده، څلور غړي یې دخاندان په اسلام مبارک دین کې قربان شوي، داچه قربانئ یې بېساري دي نو دلته مونږ په خلص ډول یادوو.

 ۲:— دامیرالمؤمنين غیرت دنړئ په مسلمانانو سره راځو اوس دیته چې امیرالمؤمنین په مسلمانانو څومره غیرتی وو ښه بیلګه یی شهید شیخ اسامه (رحمه الله) دي کله شهید شیخ اسامه (رحمه الله) دنړئ دستر فرعون نه سرغړونه وکړه، نو فرعون اولاسپوڅ یی ورته هرقسم لومې خوري کړي .. په لمړې ځل چې کله امریکې دپاکستان په خوله دشهید شیخ اسامه غوښتنه وکړه دامیرالمؤمنین نه پدی الفاظو، غوښتنه: پاکستان : که چیرته ته اسامه امریکې ته حواله نکړي نو ملک به تباشی، مالې اوځانې نقصان به اوشې،اقتداربه ختم شې جواب: ـ ملاصیب ورته، دصبر سکون اواستقلال نه ډک ځواب ورکړو پدی الفاظو (جرنیل صیب دهر انسان رائي دهغه دتجربې موافق وي تاسو چې کوم نقصان ماته ظاهر کړو، دغه زما په علم کې هم شته، لیکن زما اوستا فکر برعکس دي، ستافکردادي چې مونږچیرته جنګ ګټلې ندي، او زما سوچ دادي چې مونږ چیرته جنګ بایللې ندي، اوکه تاسو ډیر پریشانه يئ چې څه مجاهدین درسره کړم.

دوهم ځل: په دوهم ځل دشیخ اسامه (رحمه الله)غوښتنه دسعودي حکومت وکړه غوښتنه: لمړي دسعودی حکومت دي طالبانو سره خپله همدردی ښکاره کړه اوبیایي ورځنی دشیخ صیب غوښتنه وکړه جواب: امیرالمؤمنین ورته په ځواب کې وویل چې آیا تاسو زما څخه دهغه شخص غوښتنه کوئ چی تاسو دهغه تابعیت له منځه وړي نو هغه په کوم دلیل دسعودي وګړي شو نو په کومه خوله یي غواړئ. پدي سره دسعودې حکمت بې جوابه شو او خپله همدردي یي جاري ساتله دریم ځل: په دریم ځل هم دشیخ اسامه غوښتنه دسعودې حکومت وکړه پدي الفاظو سره

 (۱) شمالي اتحادبه درته ختم کړو اوپنج شیر به ستاسو په کنټرول کې کړو

(۲) په تعمیرتې کارونو کې به درسره مرسته وکړو هیواد به درته جوړ کړو

(۳) دډالرو اوریالونوباران به درباندي وکړو ملاصیب ورته پدي ځل داسی ځواب ورکړو چې ترقیامته به یی هیر نشې جواب: شیخ اسامه خو یو شهزاده دی اسلام دی اومونږ ته یی پنا راوړي، که چیرته مونږ ته دحرم شریف چیلئ هم په پنا کې راشې هغه به هم مونږتاسو ته حواله نکړو داخو لا لری خبره ده مونږ دده یو ویښته درکولو ته هم تیارنه یو ، اوپاتې شوه دشمال اتحادخبره که هغه مونږ ته لاس ته راځي اوکنه مونږپدې موضوع دهیچا سره هيڅ قسم خبرو ته تیار نه یو.

 ۳:ــ د اسفنديار ولي دخولې خبره ده وايي چې  یوځلې نصرالله بابر افغانستان کندهار ته لاړو هلته دملا صیب سره میلمه شو ډوډئ ته ناست وو چې دډیورنډ دکرښې لاسلیک راسره وکړي کله چې نصرالله بابرورته ددی خبري یاده وکړه نو ملا صیب په ډیره قهرجنه لهجه ورته وویل خطاکه ډوډئ پاڅه لعینه اوغداره.

۴ امیرالمؤمنین دهرچا په زړه کې ځاي لري زمادفیسبوک په اړوندیوه ناشناخوږه خاطره. زما سره یوه ورځ یو عرب په فسبوک باندي شخصې مسیجې شروع کړي داچې زه په عربې هم ښه نه پوهیدم خو دیو ملګري په مرسته مې دهغه سوال ته ځواب ورکولو . زمانه یي پوښتنه وکړه چې دکوم امیر ترقیادت لاندې جهاد کوي؟؟ ماورته دامیرالمؤمنین نوم اخستلو ډیرخوشحاله شو اودومره ستاینه یي راته وکړه، چې ما دي الله ج) شکر اداکړو چې مونږ دی داسې شخص په بیعت کې راوستې یو چې هغه کبرجن عربان يي هم دده خاکسارئ اوخلافت ته قائله دي، اګر که عربان عجمیانو ته بیخې دانسانانو په نظرنه ګورې ،

نوربيا……..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button