د متملقينو (غوړه مالانو) منطق
يوه باچا له چا نه پوښتنه وکړه، چې زما په ورغوو باندې ولې وېښته نه شته؟
هغه وويل: ځکه چې پاچا پخپلو لاسونو باندې په لپو لپو روپۍ خلکو ته ورکوي او ورغوي يې سوليږي.
پاچا وويل، چې د نورو خلکو ورغوي خو هم ما غوندې دي.
هغه وويل: هغوی هم پخپلو لپو ستا له لپو نه څه اخلي او ورغوي يې سوليږي.
پاچا بيا وويل: هغه چې زه هيڅ نه ورکوم، د هغوی ورغوي هم دغه شان دي!
هغه په ځواب کې وويل: هغوی چې ستا بخششونه د نورو په حق کې ويني، نو له ډېر حسرت او ارمانه خپل ورغوي سولوي او افسوسونه کوي، ځکه د هغوی په ورغوو هم وېښتان نه دي پاتې.
نو پاچا يې چوپ کړ!
د الفت له مرغلرو…