په البانیا کې خطرناکې زلزلې تر ۶۰۰ ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

عزم(چهارشنبه، ۶ لیندۍ ،۱۳۹۸راپورونه وایي، چې تیره ورځ سهار مهال د آلبانیا په پلازمینه تیرانا کې د ۶،۴ درجې زلزلې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د یادې زلزلې ټکانونه په بالکان سمندرګي او ایټاليا کې هم محسوس شوي او د زلزلې مرکز هم د دغه هیواد له مرکز نه دیرش کیلومتره لرې سیمه ښودل شوې ده.
وروستۍ شمیرې ښیي چې پیښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۶۰۰ نور ټپیان دي.

خبري سرچینې وایي، زلزله خورا خونړۍ وه او په زیات شمیر کورونه او ودانۍ یې نړولې او لوی مالي زیانونه یې اړولي دي.
د امریکا د زلزله پیژندنې ادارې ویلي، تر یادې زلزلې وروسته د ۵،۴ ریختر په کچه بله زلزله هم سیمه کې وشوه چې د اوښتو زیانونو په هکله یې مالومات نه دي رسنیز شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button