له ښځو ډار!

 

يوه وويل: زه له خپلې ښځې دومره وېرېږم، چې هر څه وايي هغه کوم.

بل وويل: زه بې له ويلو هم د هغې په رضا کار کوم.

درېيم غږ کړ، چې زه هيڅکله بې له څه تحفې او سوغاته کور ته نه شم تللی.

څلورم وويل: ما له ډاره بيخي ښځه نه ده کړې.

«الفت»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button