سوریه کې د تیلو د قاچاق وړونکو په کاروان بمباري شوې

عزم(چهارشنبه، ۶ لیندۍ ۱۳۹۸): د سوریې پوځ د دغه هیواد په حلب ولایت کې د کردي قاچاق وړونکو د تیلو کاروان په نښه کړی چې درانه زیانونه یې ورته اړولي دي.

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا خبر ورکړی د سوریې کرديان یو لوري ته ترکیه خپل دشمن بولي بل خوا یې بیا ټول امدن دغه هیواد ته د تیلو له قاچاق څخه ده.

د سوریې دولتي ځواکونو ویلي دي چې تر دې وروسته به هر هغه د تیلو قاچاقي کاروانونه په نښه کیږي چې له هیواد څخه بهر تیل نقلوي.
دوی وایي چې په نښه شوې سیمې د حلب شمال ختیځ ته څیرمه د الباباب او الرای ښار شاوخوا وې.

کردي ځواکونه داسې مهال ترکیې ته د تیلو قاچاقي کاروانونه انتقالوي چې څه موده وړاندې د ترکیې په سرحدي سیمو کې ترکیې د کردیانو خلاف پراخ عملیات وکړل، ګڼ شمیر کردیانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او ډیر نور بې کوره شول نورو سیمو ته لاړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button