سرچینه: افغان_امریکایي چارواکو په ننګرهار او کنړ کې د داعش د بیا تنظیم هڅې پیل کړې

عزم(چهارشنبه، ۶ لیندۍ ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې طالبانو د ننګرهار ولایت ټوله جغرافیه د داعشي ملیشو له شتون څخه پاکه کړه او مهمې، ستراتیژبکې سیمې یې له دغې ډلې ونیولې، کره او باوري سرچینې وایي چې افغان او امریکایي چارواکو یوځل بیا د دغې ډلې د تیت پرک ملیشو د انسجام هڅې پیل کړې دي.

د يوه تازه او مؤثق راپور پر اساس شاوخوا پنځلس ورځي وړاندي د کابل وزيراکبرخان مېني پنځلسم سړک باندي پروت د بهرنيانو  یوه کمپ کې د افغان امریکایي چارواکو یوه مخفي غونډه جوړه شوې وه چې په کې د دملي فاع وزارت د پلان او پاليسۍ معين جنرال عبدالحی رؤفي ، د امنيت شورا ارشد سلاکار شفيع او ډګرجنرال عبيدالله اندړ له امريکايانو سره په ننګرهار کي د داعش د ماتي په اړه خبري وکړې ، په غونډه کي يو لړ تصاميم ونيول شول چي د داعش د بيا منظمولو لپاره يې د غړو تازه ټاکني هم وکړې.
سرچینه وایي، د روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ په سيمه کي له حکومتي ځواکونو سره يو ځای شويو داعشي ملېشو ته هستوګنځايونه برابر شوي او د بيا منظم کېدلو او روزني کار يې روان شوی دی.

د سرچینې په باور،  له دغه ځايه داعشي ملېشې د ملي امنیت لخوا د کونړ شيګل او ديګل ولسواليو ته لېږل کېږي.

سرچینه وایي، لیږل کیدونکي داعشیان په شیګل کې د امان الله خان په نامه یوه کس ته چي د حزب اسلامي پخوانی قوماندان او د امنيت ملي او داعش اوسنی مهم کس دی ورسپارل کېږي.
دغه راز ديګل ته انتقالېدونکي داعشيان بیا د چلس سيمي ته رسول کېږي ترڅو د طالبانوپر وړاندي يې جګړې ته چمتو کړي.

سرچینه وایي، مخکې تر دې چې داعشیان په ننګرهار کې ماتې وخوري، د جلال آباد ښار د نارنج باغ په سيمه کې د ملي امنيت  لخوا د « تعليم القرآن والسنة » په نامه مدرسه چي د احمدشاه او سردارولي لخوا چلول کېږي د داعشيانو د تشکيل برابرولو لوی مرکز وو ، دولت دغه مرکز والا ته اسلحې ورکولې او کلک امنيتي تدابير يې نيول شوي وو، چې لا هم په هغه ترتیب چارې مخته وړي.

د سرچینې په وینا چې د افغان _امریکایي چارواکو په ګډه مخفیانه ناسته کې قاري عابد خراسانی د ننګرهار ولايت د کوټ اوسېدنکی د ننګرهار لپاره د داعش نظامي مسئول په حيث ، قاري عبيده اورکزی د پاکستان د تېراه اوسېدونکی د داعش د مالي مسئول په حيث او ملا کوترخان مشهور په موسی د چپرهار د ډاکو اوسېدونکی د داعش د استخباراتو د مسئول په حيث ټاکل شوي دي.
د ختیځې حوزې لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل شیخ ندا محمد د دې مالوماتو په تائید سره وایي، که څه هم امریکایانو د دوی د پرمختګ مخه ډب کوله، خو په وروستیو کې کله چې حکومت د دوی له پرمختګونو خبر شو،  خپل پلي نظامي قطعات یې د دوی د مخ اړولو او مصروفولو په موخه سیمې ته ولیږل چې په وینا یې، دوی ټوله دولتي قطعه په محدودو وسلوالو ملګرو مصروفه وساتله او خپله ټوله توجه یې د داعشي ملیشو ځپلو ته کړه چې په ډیر کم وخت کې یې مهمې او ستراتیژیکې سیمې له یادې ډلې تصفیه کړې او اړ یې کړل چې په ډلو ډلو د حکومت لیکو ته پناه وروړي.
نوموړی زیاتوي، ټول نظامي قطعات یې سیمه کې فعال شتون لري او له ماینونو او داعشي وسلوالو د سیمې د تصفیې په موخه یې عملیات لا هم روان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: