حیرانونکی معلومات

• آیا تاسي د انسان په بدن کې د الله تعالی له دې ستر قدرت او نښانۍ څخه خبر یاست چې د انسان په بدن کې د وینو د شته پیپونو یا رګونو مجموعه اوږدوالی ۶۰ میله دی.
• د سمسنګ له معنی خبر یاست؟ دا په حقیقت کې د دوو کوریایي الفاظو سام او سانګ مجموعه ده، سام معنی«درې» او سانګ معنی« ستوري»، یعني درې ستوري.
• د سمندر زیات ژوروالی تقریبا ۱۱ کلومیتره وي.
• په دنیا کې ۹۲ سلنه خلګ د ګوګل استعمال د خپلو سپیلینګونو لپاره کوي چې ایا غلط دی او که سم، خو په پاکستان کې یې ۸۰ سلنه خلګ د دې لپاره استعمالوي تر څو معلومه شي چې انټرنیټ کار کوي او که نه.
• د چنګوښي په ژبه کې د درې ځله زیات غټ ښکار د نیولو توان وي.
• تر نن ورځي پوري تر ټولو خطرناکه هوایي پیښه په ۱۹۷۷م کې شوې ده چې په ترځ کې یې ۵۸۳ نفره مړه شول.
• افریقایي فیلان د نړۍ دریم تر ټولو زیات وزني حیوان دی چې وزن یې تقریبا ۱۳۰۰۰ کلو ګرامه ثبت شوی دی.
• د دنیا تقریبا نیمایي آبادي یوازي په پنځو هیوادونو چین، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش او انډونیشیا کې اوسیږي.
• ړانده کسان زمونږ په څیر خوب نه ویني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button