ټاکنو کمیسیون: ۱۳۷ زره رایې په بایومتریک شویو کې حسابوو

عزم(پنجشنبه، ۷ لیندۍ ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې له اشرف غنی پرته د ولسمشریزو ټاکنو ټول نوماندان د ټاکنو له کمیسیون غواړي چې هغه ۱۳۷ زره رایې چې بایومتریکي مالومات نه لري، باطلې کړي، خو کمیسیون یې نن غوښتنو ته په غوڅه توګه منفي ځواب ووایه.
دغه رایې چې زیاتره یې تر اشرف غني پورې تړاو لري، د ټاکنو کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ یې په هکله وویل، دا ډول ټولې کارول شوې رایې یې په بایومتریک رایو کې شمیرلې دي.
نوموړې د هغو ۱۰۵ زره نورو رایو په هکله سپیناوی ورنه کړ چې د ټاکنو له ورځې وړاندې او وروسته کارول شوې دي.
نورستانۍ وویل، څو پورې چې په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش نه وي بشپړ شوی لومړنۍ پایلې نشي اعلانولی.
په یاد کنفرانس کې د ټاکنو کمیسیون مخکښ کمیشنر مولانا عبدالله هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ، تر هغو چې  په یو ولایت کې هم د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه بشپړه شوې نه وي،هیڅوک حق نه لري د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي
نوموړي دغه راز تور ولګاوو چې ګواکې د کندهار په ګډون څو ولایتونو ته په غیر قانوني توګه اضافي فورمې لېږل شوې په داسې حال کې چې دی په جریان کې نه دی اچول شوی.
بلخوا بیا د ټاکنو کمیسیون مشرې د ډاکټر عبدالله هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د ټاکنو کمیسیون د اشرف غني تر فشار لاندې ده او زیاته یې کړه چې دوی په مستقل ډول چارې مخته وړي او د هیچا تر فشار لاندې نه دي.

هغې وړاندیز وکړ چې کمیسیون له ټولو معترضو نوماندانو سره خبرو ته تیار دی.

داپه داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ټولو کاندیدانو همغږي لاریونونه ترسره شي چې په کې  به د ټاکنو له کمیسیون څخه د ۳۰۰ زره تقلبي رایو د ابطال غوښتنه وشي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: