خوست:د ملکيانو پر موټر د بمبار پرمهال ۵تنه ښځې، ماشومان شهیدان شول

عزم(جمعه، ۸ لیندۍ ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې افغان _امریکایي ځواکونه د ملکیانو د مرګ ژوبلې په مخنیوي ټینګار کوي او د رسنیو په مخ کې تل طالبان د داډول پیښو مسؤلین بولي؛ په یوه تازه پیښه کې چې په خوست ولایت کې رامنځته شوې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر ولسي وګړي په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.
سیمیزې سرچینې وایي، دغه بمباري د یاد ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د ملکي خلکو پر هغه موټر ترسره شوې، چې غوښتل یې خپل ناروغان د خوست ملکي ولایتي روغتون ته ولیږدوي.
وروستۍ شمیرې ښیي چې په پیښه کې د ۲ ښځو او یو ماشوم په شمول ۵ تنه ملکیان شهیدان شوي دي.

تر اوسه نه د خوست والي حلیم فدایي، چې په ټولنیزو رسنیو کې فعال والي شمیرل کیږي او نه هم مرکزي حکومت په دې هکله د کوم غبرګون جسارت کړی دی..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button