د اتلس کلنو «لاس ته راوړنو» ارزونه – دوهمه برخه

 

د ښځو حقوق:

په تېره برخه کې «د بيان ازادۍ» په اړه بحث شوی ؤ، کومه چې غربيان خپله ډېره لويه او اساسي لاس ته راوړنه بولي. همداراز د ښځو حقوق هم يو بل هغه دروغجن شعار دی؛ چې په دې پلمه کفار غواړي، د مسلمانانو ښځې بې لارې او په اسلامي ټولنه کې فحشا دود کړي.

غربيان غواړي د ښځو د حوقوقو او ازادي په نوم، ټولې ښځې له کورونو راوباسي، په هره اداره او د ټولنې په هره برخه کې غير ضروري او عمدي اختلاط رامنځ ته کړي، د موسيقي او هنر په نوم د ښځو حيا وپلوري او په نايټ کلپونو کې د سړيو شهوتونه ورخړوب کړي. لنډه دا چې د دوی کړنې له ښځو سره يو مخ ظلم او زياتی دی، البته څرنګه چې له هر انسان سره شيطان هم شته او حتی د وينې په رګونو کې يې ګرځي نو ځکه خو د دوی کړنې هم ظاهرا ناپوهو او نا لوستو ښځو ته ډېرې خوږې ښکارې، خو حقيقت کې په زهرو لړلي ګبين دي. کفار له ښځو څخه يوازې د خپلې شهواني غريزې پوره کولو کار اخلي، نور د هغوی د ښه ژوند هيڅ غم نه لري. ځکه خو هر سړی کولی شي له لسګونو او سلګونو ښځو سره انډيوالي وپالي، نو په دې توګه به يوه ښځه د لسګونو نارينه ؤ د شهوتونو قرباني شي، ځواني خو به په دې عيشونو کې تېره کړي، خو کله چې څه غم، درد، مرض او ناتواني پرې راشي نو بيا يې خپل کار. په کفري ټولنه کې يوه ښځه تر هغو پالل کيږي او نازول کيږي څو چې ښکلې وي، خو کله يې چې مخ ګونجې پيدا کړې، بيا نو په دې لويه نړۍ کې هيڅ خواخوږی نه لري. ځکه چې بيا خو هر سړی د نورو ځوانو نجونو په هوس کې وي.

دا خو د کفارو کړنې دي، راشئ اوس د اسلام مبارک دين وګورو، چې ښځو ته يې څومره عجب حقوق ورکړي؟!

مسلمانې مېرمنې بايد هيڅکله د غربيانو په درواغجنو ډنډورو ونه غوليږي، يقيناً چې دوی د ښځو په اړه ډېر دوه مخي او ظالمان دي. دوی په نړۍ کې ځان تر ټولو خلکو ډېر د ښځو غم خوار بولي او د ښځو حقوق خپل بنسټيز شعار.

خو حقيقت دا دی چې د ښځو حقوق يوازې په اسلام کې خوندي دي. اسلام ښځو ته د خور، مور، مېرمنې او لور مقام ورکړی، دا يوازې اسلام دی چې پلار ته يې د دوو لوڼو په پالنه د جنت وعده ورکړې، پر وروڼو يې د خويندو احترام لازم کړی، خاوند ته يې له خپلې ښځې سره د کاملې مينې درس ورکړی او د ښځې حقوق يې ورپه ګوته کړي، همداشان زوی ته يې ورښودلي چې که جنت غواړې نو د مور تر قدمونو لاندې دی. خو  له اسلام پرته دې څوک راوښيي چې کوم بل شخص، ډلې، مذهب يا حکومت ښځو ته دا ډول حقوق ورکړي وي؟!

البته پر ښځو د حجاب او ستر بنديزونه چې اسلام يې توصيه کوي، په حقيقت کې يوازې د ښځو د خونديتوب، حيثيت او شرافت ساتنې لپاره دي، تر څو د ښځې او مېړه کورنی ژوند وساتل شي. که چېرې پر ښځو د حجاب او پردې حکم لازمي نه وای نو بيا خو ښکاره ده چې کورنی نظام به ختمېده. بيا به د خاوند او ښځې تر منځ مينه نه وه، يوازې تر هغو به يې يو له بله سره پالل څو چې ښکلي وای. که چېرې د مېږو او لېوانو تر منځ د بېلتون هڅه ونه شي، نو بيا خو هيڅ امکان نه لري چې مېږې دې وژغورلی شي.

همداراز يوه بل حقيقت دا دی چې د ښځو د حقوق او ازادۍ وروستۍ ثمره خو دا ده چې هره ښځه به پرته له څه قيده و شرطه ازاده ګرځي او خپل هوسونه به پوره کوي او د يو خاوند پر ځای به لسو سره اړيکې ساتي. نو که فرضاً هره ښځه داسې ازاده وګرځي او د خپلې خوښې لس دولس ملګري پيدا کړي او ټولو سره وپالي، نو دا خو ښکاره ده چې د دوی ملګرتيا به يوازې تر ځواني محدوده وي، په دې صورت کې به نو د دې ښځې او بچيانو راتلونکې چا ته ورله غاړې وي؟ بچيان به يې څه ډول معلوم شي چې دا له کوم يوه پيدا دی؟ او که فرضاً ټولې ښځې د وچېدو دوايانې استعمال کړي نو بيا خو بشري نسل ته ګواښ پيدا شو.

څه فکر کوئ، ايا د ښځو حقوق دا دي چې پر صابون، کپړه، فرش او نورو مصرفي توکو يې انځورونه چاپ شي، تجارتي اعلانونه پرې رنګين شي، د سياستوالو او چارواکو محافل او د هوټلونو پروګرامونه پرې تاوده کړي او په الوتکو کې د سپرليو خدمتونه پرې تر سره کړي او يا دا چې بالآخره د بې شمېره سړيو جنسي غريزه ورپوره کړي؟!

ايا دې ته د ښځو حقوق وايي؟

ايا دا به يوې مسلمانې مېرمنې ته معقوله وي چې مينه ناک او خدمتګار خاوند پرېږدي، زامن پرېږدي او خپله ولاړه شي چېرته په خپلو تڼاکو ځآن ته دومره وګټي چې خوراک او پوښاک يې برابر کړي؟

نو پايله دا شوه چې د ښځو حقوق يوازې په اسلام کې خوندي دي، مسلمانې مېرمنې بايد هيڅکله د دغو درواغجنو پر ټګۍ برګۍ ونه غوليږي، دوی بايد د امن پر کورونو، ښځينه پارکونو، غربي مؤسساتو او د دفترونو په څو ورځنيو لوړو معاشونو دوکه نه شي. ځکه دا ټول پروګرامونه يوازې د مسلمانو مېرمنو د بې حيا کولو، له کوره پردي کولو او پرديو نارينه ؤ سره د روږدي کولو لپاره تر سره کيږي. تاسې وګورئ که غربيانو سره رښتيا هم د ښځو غم وای، نو د هندوستان، بنګال، سريلانکا، نيپال او داسې نورو هېوادونو عيسايي ښځو سره ولې څه مرسته نه کوي، هغوی چې لګيا دي په عربو او عجمو کې د مسلمانانو د کورونو تشنابونه صفا کوي او کورونه يې مينځي؟!

دريمه لاسته راوړنه – د هېواد پوځ يا ملي اردو:

نور په راتلونکې برخه کې…

ډاکتر ګل محمد «سلام خېل»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button